د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1517 شاعران8588 شعرونه
سيداحسان الله الهام

مناجات

ربه مادستر دلارښــــودرسول الله پر لــور روان كــــــړې
با ايمـــــان مي دپرهـــيز اودتقـــوى پرلــورروان كـــــړې



بد عمل يم دشيطــــــان لــعين زندان ته غـــــــورځـــــولى
ديوسف په څــــير مي ښكلى درڼــاپرلــــور روان كـــــړې



هزارځل غواړم چي سرمي په قــــرآن باندي قــــربان شي
دحسين غـوندي مي زړه دكــــربلاپرلـــــور روان كـــــړې



دمجنون فرهـــــاد دمينې داستانونه چي پرې هـيرشي
قربانيــــــان دپاكې ميـــني دعقـــبىٰ پرلــــــورروان كــړې



چي څپې درودنيــــــــل يې ســــــلامي ته لاس په ســـروې
له فرعونه مي محفـــوظ ته دموسى پرلـــورروان كـــــړې



هرعمل دمــدني جـــــــــانان په څـــــــيركـــوه الهـــــــــــامه!
برخمن يې كــــه قـــــدم دمصطفى پرلــــــورروان كــــــړې

د شاعر نور شعرونه ←