د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
سيداحسان الله الهام

هيره مو نه يې

سپينې ماڼۍ هيــــره مــــــــو نــــه يې بد دعـــــا درلــــيږو
ډک تابـــــوتــــونـــه روزانــــــه لــــــــــه اريـــانـــــا درلـــــيږو



غله اصدان چي دي له ښاره په خنداراغلي
فکـــــريې مکــــــړه په ځغستـــــــــــــــايې په ژړادرلــــــيږو



دادځنګل وحشيان دي دوست او دښمن نه پيژني
دوست يې داړلى دښمنـــــــان يې په غـــــوغــــــــادرليږو



وحشت ځپلو ستا په غېږه کي تعليم دى کړى
ځکــــــــه وتاته سرپرې کـــــــــړي برمــــــــــــلا درلــــــــيږو



خوابده نکړې ماڼۍ مو ږته دين ايمان عزيزدى
په غـــلا راغــــــــلي يرغـــــــلګــــــــــرپه واويــــلا درليږو



دااول ځل نه دى چي درته مو تحفې ليږلي
تل په مغزي مات انګــــريزان مـــــوږ له اسيـــا درلـــيږو



موږ له ازله افغــانان يو دوطــن ساتونکې
د سپين ډګــــردجنګ ګـــــــواښونه په رښتيا درلـــيږو



ژرده پدې ويرجن خبر به دي : الهام : خبروم
چي صليبي وحشي ځـــواکـــــونه دي رســــــوادرلــــــيږو

د شاعر نور شعرونه ←