د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
سيداحسان الله الهام

افغان دي بولم

والله سپین سترګی شومه ګرانه داچي ګران دی بولم
بس دی همدومره نازدی بس دی چي جانان دی بولـم



داسی هــــم ندی چی څــــوک وینـــم ورته نوم خوښوم
تا مـــي دمیـنــې قـــدرکـــــــــــړی قــــدردان دي بـــــولم



څومـــــــــره حسین یې لیــکل شوی زما دژوندپر پاڼه
تقـــدیره ټول دي درنه جــــارشم دین ایمــــان دي بولم



ماوېـــل چی یــــارمي خـــفـــه نه شــي ته مــي کم ګڼلې
چاته مـــه وایه دیــارغـــمــه ســـتــرکاروان دي بــــولـم



درســــره کــــړم دخــــدای په وړاندي داوعـده غمازه!
نوربه زه هیـــڅ نه درته وایم صــرف شیــطان دي بولم



تېرځـــل مي یاد دي شرمېدې په مـخ راتللی نه شوې
رویباره ! خـــیر دی مه شــرمېږه چي احسان دي بولم



یو ځــــلی مـــا لــــه چنارونــو یارته پـــټ پـــټ کـــتــل
حـــال یې راولـــېـــږه چي ځـــه کنـــې ناځــوان دي بولم



داچي ددیـــن او دوطــــن په خــــاطــــر مـــانه بېـــل شو
الهـــامــــه! نور دلـــبــــرته وایــــه چي افـغ‍ان دي بولم

د شاعر نور شعرونه ←