د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
سيداحسان الله الهام

دپاک عشق رنځور

آرام نـلـــــــري زخمـــي چــي يـــې زړګـــــى وي
خوب يې نه وي بې اخيـاره يې زګـېـروى وي



په ځـــوانانــو کــي لــه ورايه معــــلـــوميـــږي
په کردارکي سودائي غـــــوندي ســـــړى وي



قـــرارنه ورځــي په ځمکـــه کــړاند ګـــــــرځي
خصــوصــاَ چــي لمــرولاړمــازديګـــــرى وي



رنګ يې ژړلکــه زعــفـــران وي تـښـتېـدلـى
په خپلــوانـــوکي بې زړه لــکـه پـــــــردى وي



له غليمــــــه يــو قــــدم هـــــــم پـــرشـــا نه ځـــي
سـپـــــــــرټــټــرورتــه ولاړ لــکـــــه زمــــرى وي



په غمـازيې وي پــرې ايــــښــي ګـــــودرونــه
دلاوروي ښــــــائستــه غــــازي زلـــمــــــى وي



درباب غـــږ تــه غـــوږ نــه نـيــسي له خيــالـــه
تازه کـــــيږي چــي دتــورومسـت شرنګى وي



دپاک عشق رنځـــور ملنګ ښـکاري الهامه!
باک پــرې نـکــړي دسيــالانــو خنــدنــــى وي



4 / 11/ 2011

د شاعر نور شعرونه ←