د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ډاکتر حسن- لندن

د ډاکتر حسن- لندن پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

54 خپاره شوي شعرونه

دګنا پوښتنه مه کوهبشپړ شعر ولولئ

دګنا پوښتنه مه کوه

ډاکتر حسن- لندن

تم شه لا خو شپه ده د سبا
پوښتنه مکوه

زما دزړه میلمه شه دبل چا پوښتنه مکوه

دلته له وحشت نه خنداګانې رمیدلي دي

ښار داسویلو کې دم
سکا پوښتنه مکوه

وګوره دخپل حسن معراج زما په سترګو
کې

هسې له ائینو نه دښکلا پوښتنه مکوه

یو ځل دې چې پنډې پکې هیلې دالفت کړلې

بیا دبړ بوکو له دې صحرا پوښتنه مکوه
لا خو مې په لاره کې پیچومي اوژورې دي

عشقه
زما لا ساندو دستړیاپوښتنه مکوه

دلته جنتونه میراثي شول شیخه تیر وتې

کړنګ ورکړه پیالو ته دګنا پوښتنه مکوه
ژمنه ئې(حسنه) دسبا هم غنیمت ګڼه

ښکلو نه بیځایه دبیګا
پوښتنه
کوه &nb
sp;

مختورې اوښکېبشپړ شعر ولولئ

مختورې اوښکې

ډاکتر حسن- لندن

په عشق مې اوښکو لمبې پورې نکړې
ستا دزړه دشتې ئې سمسورې نکړې

راته سرتورې ئې کړې پیغلې هیلې

سترګې مې بیا دچا په لورې نکړې

بیا مې لیږلي نازنین ح
سن ته

اوښکې مې خدایه چې مختورې نکړې

لکه پیالې به ئې ډکوم له ښکلا

سترګې مې زلفو که شبکورې نکړې
د اروا ګانو ملګر تیا وي مینه

چې مې جذبې بیلتون کمزورې
نکړې

اوښکو دې وشیندل په سرواننګو

سترګې چې بیا په کجل تورې نکړې

حسنه څه غواړې له سرو سترګو نه

چې دتا سترګې ئې م
یخورې نکړې

دکاروان جرسبشپړ شعر ولولئ

دکاروان جرس

ډاکتر حسن- لندن

مینه دې جنون ده تور زلفان دې زنځیرونه دي

شونډې دې شراب دي په لیمو کې دې ستونه دي

ستا اود سپوږمۍ په منځ کې چا ویل ورته والی شته

ستا لکه پیروی مخ ددې په مخ داغونه دي

زمونږه دزلمیانودې
اوږې شنې په تو پکو کړې

ستا دما شو مانو په اوږو بار کتا بونه دي

پیغله د
ځوانۍ راته ولا ړه ده رخصت غواړي

ماته ئې نیولي دمستۍ نه ډک جامونه دي

ستادمخ لمبو ته مې پانو س دزړه راوړی دی

ویړ مې دارمان پکې جا نا نه وزرونه دي
داخو مزلونه دي په دشته د جنون کې تل

کله چا ټاکلي په الفت کې منزلونه
دي

وسپړه غو ټۍ دپلوشو دپیغلتوب ګلې

څڼډ وهه زلفان دې چې نور ستړي ما ښام
ونه دي

ستا دزړه (حسنه) په ټټر کې چې ټو پو نه دي

ځي د ژوند کا روان په مخ
همدائې جرسونه دي

دمسکا خاپوړېبشپړ شعر ولولئ

دمسکا خاپوړې

ډاکتر حسن- لندن

په یوه رنګین ګلشن کې
له غرونو غرونو انتظار نه وروسته
زه یوه غوټۍ دپیغلو پاڼو داتڼ په منځ کې
لکه تڼاکه د ادم په پونده
په بغاوت سره راووټوکیدم
لا مې وړې سترګې پرانستې نه وې
چې شنو ازغو راته زانګو جوړه کړه
په الله هو به شنو وریښمینو پاڼو
دسړې پرخې په تنکیو ګوتو
په زنګیدا لکه معصومه فرشته ویده کړم
په سپیده چاود به دوږمو ناوکۍ
زما دزانګو په څنګ کې ودریده
په څو مچکو به ئې راویښه کړمه
او په توده خوشبو به ئې ومینځلم
لکه چې څوک په کوثري شرابو
یوه فردوسي ښاپیرۍ ولمبوي
ما دمسکا خاپوړې نه وې کړې
نه مې په ژبه دنغمو بلبل ته
با با ، تاتا زم زمه کړي ؤ لا
ما ویل چې زما لندې زرینې څڼې
به شین اسمان په وړانګو وچي کړي نن
خو ده په مخ د قهر جنو وریځو
یوشیطاني نقاب راځوړند کړلو
خدایزده چې ولې ئې په دواړو لاسو
زه دژلۍپه کا ڼو وویشتلم
په خپلو سرو وینو کې وچړیپیدم
لکه بسمل مارغه په کو کو
هر لور ته وچغیدم وتپیدم
را نه چا پیر شو غمځپلي بلبلان دګلشن
خو ددوی شوڼډې هم ګڼډلې وې چا
دشنو ازغو په تیرو ستنو باندې
په پرهرونو مې داوښکو پټۍ وتړلې
له غریوه ډکه دسرو وینو په مهاجر کاروان کې
د بې وسۍ په ګامو وخوځیدم
د ګاوڼډۍ ځانګې انګړ ته لاړم
دسر پنا جولۍ مې وغړوه
دې به را ډکه له پیغور څخه کړه
هر قهرجن او برند کتل ته به ئې
ماپه سپرواولړزیدلوشوڼډو
د بې وسۍ مسکا را وبلله
چې کله خپل اسمان مې
په ژلۍ ستړی نور
زه هم په شلو پښو را وکټیدم
دهوسونو په لار
دخپل درشل په طرف
چې په خوشبو کې به زه
ټول ګلستان نښتیځم
د بلبلانو سره به پټ پټونی کوم
ترې تاووم به لیچې
لکه پیروتۍ بوټۍ
یو ځل به ئې ژاړم په مټ
بیا به په کټ کټ خاندم
چې ټول عالم خبر شي
چې زه خندلی هم شم
خو چې زه ګورم کله
دغه خیالي سپرلي ته
رخسار ئې ژیړ ښکاریږي
پکې سرخي نه وینم
زړه مې دربیږي هر وخت
چې سادګۍ باغوان مې
چیرته ډالۍ نه کاندي
بیا ګاونډي خزان ته

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ډاکتر حسن- لندن

بلبلان ئې په رنګونو جامې مینځي
په شبنم ئې دخولو ترانې مینځي
بس ده پورته شه له خوبه سپین سهر شو
لمر راوخوت ستا په نور پلوشې مینځي
نن ئې بیا لکه ګلپاڼې شوڼډي رپي
بیا په کومو اداګانو پلمې مینځي
غنچه وا دې کړه دمخ چې نګهت خور شي
زما دمیني پسرلی پرې وږمې مینځي
که شراب ئې ستا د شوڼډوپه نصیب شو
شیخ به ټوله شپه پرې کړي توبې مینځي
مونږ به هسک سرونه وړوکه دارته رسي
دوی دې بیا له خپل تندي نه سجدې مینځي
چې خوله ئې دحیا په رخسار راغله
ما ویل شمع ده په اوښکو لمبې مینځي
دلیمو کچکول ور ډک له پلوشو کړه
د(حسن) تیاره نظر پرې تیارې مینځي

پښتانه ستونهبشپړ شعر ولولئ

پښتانه ستونه

ډاکتر حسن- لندن

تش جامونه راوړه خو دا سرې سترګې راواړه

لرې دې پلو کړه پښتنې سترګې راواړه

ته که زما له تګ څخه ویریږي ما پرې وتړه

اوښکې ځنځیرونه کړه لندې سترګې راواړه

زړه مې هر پرهر دتا دمینې په نوم نذر کړ

موړ لا په زخمو نه دی چړې سترګې راواړه

زما دمیخوري دتقدس خاطر ته وګوره

ډکې له سروره پیمانې سترګې راواړه

ستا دښکلا تندې مې نظر سرکشه کړی دی

شوخو شوخو سترګو ته مې مړې سترګې راواړه

نن مې دکور به زړه اسویلي ستونه ومنه

ضدکړي پښتانه دي میلمنې سترګې راواړه

ته که د(حسن) په کڼډر زړه کې اوسیدی نه شې

خیر دی خو په تلوتلو کې زړې سترګې راواړه

په لمبو دې وزر مینځمبشپړ شعر ولولئ

په لمبو دې وزر مینځم

ډاکتر حسن- لندن

دیوانه دې چې ښکلا کړم فرزانه شوم ستا په مینه
تا اشنا کړم خو له ځانه بیګانه شوم ستا په مینه
له چینې ستا دیادونو بهیدمه ورته راغلم
دغم اوښکه په لیمو وم دردانه شوم ستا په مینه
درویزه دمحبت مې ټولوله تش کنډول وم
میخورانو دالفت ته پیمانه شوم ستا په مینه
په کتاب چې دعرفان مې پلوشې دعشق خورې شوې
له روښانه حقیقته افسانه شوم ستا په مینه
تر سینې لاندي کومه دژوندون لوړې ژورې
توپاني سیند په څپو یم مستانه شوم ستا په مینه
د بیلتون تورو تیارو مې دالوت هوس وژلی
په لمبو دې وزر مینځم پروانه شوم ستا په مینه
ژیړې پاڼې رژیدلم دځوانۍ له هسکو څانګو
ارزو ګانو د(حسن) ته اشیانه شوم ستا په مینه

ډاکټر حسن - لندن ١٠/٣/٢٠٠٧

لیونی یم لا تر اوسهبشپړ شعر ولولئ

لیونی یم لا تر اوسه

ډاکتر حسن- لندن

زه پرون هم شرابي وم پرونی یم لا تر اوسه
زه مجنون وم له ازله لیونی یم لا تر اوسه

ددردونو په موسم کې اسویلی یم لا تر اوسه
له لمبو نه راټوکیږم خو لوګی یم لا تر اوسه

په خزان کې دزړښت هم دځوانۍ ګلونه سپړم
ستا دپیغلې ښکلا زوردی چې زلمی یم لا تر اوسه

ډیر بې رنګه په لندن کې د پردوپه رنګ کې رنګ شول
زه رنګین په پښتنوالې پکتیانی یم لا تر اوسه

هر محفل ته چې ته درومې هر نظر در پسې څارم
ستا دمینې په مجمر کې سپلنی یم لا تر اوسه

که ناتار بیا دمغل دی خو خفه نشې خوشحاله
دتا توره مې په لاس ده ننګیا لی یم لا تر اوسه

نوی وخت نوي غوښتنې ته په نوي نظر ګوره
زه شډل بډل پښتون یم پخوانی یم لا تر اوسه

ګڼه ګوڼه هرپلو ده هغه سترګې پکې نشته
په دې ډک ښارکې (حسنه) چې پردی یم لا تر اوسه

ډاکټر حسن -لندن ٤/٣/٢٠٠٧

دمحبت شپلۍبشپړ شعر ولولئ

دمحبت شپلۍ

ډاکتر حسن- لندن

غیږ د اځل ته په لمبو کې ځمه لکه پتنګ په پلوشوکې ځمه

فیض ددحسن لکه پرخه کړمه په ژړا راغلم په جلو کې ځمه

زه یم فریاددمحبت دشپلۍ خو ئې ښکلا تهپه نغموکې ځمه

په توبو راغلم په نشوکې ځمه باغ ارم ته په پیالوکې ځمه

په مشک دزلفو لمبیدلی یمه چې هرې خوا ته په وږموکې ځمه

زه لکه غم دغې سپیرې دنیا ته په چیغو راغلم په سلګوکې ځمه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ډاکتر حسن- لندن

بیادې داغونه زمادزړه په لاله زار وشیندل
چې پرې لوظونه دروغجن دې ددیدار وشیندل
چې تړمواوښکودې کجل په سره رخسار وشیندل
ما وېل له پاسه باران څاڅکې په انګار وشیندل
ریباره ته خو وې خبرزماد پیغام له سوزه
بیا د بڅري دسره اور ولې په یار وشیندل
پښتنې میندې به رالوی کړي بیا هغه پښتانه
چې یا به ئې هسک سرونه وړل یا به ئې په دار وشیندل
بیا ئې ورواغوستی کعبې ته تور غلا ف (حسنه)
په سپین تندي ئې تور زلفان کتار کتار وشیندل

ډاکټر حسن -لندن ٥/١٢/٢٠٠٦