د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1605 شاعران10593 شعرونه
ډاکتر حسن- لندن

په لمبو دې وزر مینځم

دیوانه دې چې ښکلا کړم فرزانه شوم ستا په مینه
تا اشنا کړم خو له ځانه بیګانه شوم ستا په مینه
له چینې ستا دیادونو بهیدمه ورته راغلم
دغم اوښکه په لیمو وم دردانه شوم ستا په مینه
درویزه دمحبت مې ټولوله تش کنډول وم
میخورانو دالفت ته پیمانه شوم ستا په مینه
په کتاب چې دعرفان مې پلوشې دعشق خورې شوې
له روښانه حقیقته افسانه شوم ستا په مینه
تر سینې لاندي کومه دژوندون لوړې ژورې
توپاني سیند په څپو یم مستانه شوم ستا په مینه
د بیلتون تورو تیارو مې دالوت هوس وژلی
په لمبو دې وزر مینځم پروانه شوم ستا په مینه
ژیړې پاڼې رژیدلم دځوانۍ له هسکو څانګو
ارزو ګانو د(حسن) ته اشیانه شوم ستا په مینه

ډاکټر حسن - لندن ١٠/٣/٢٠٠٧

د شاعر نور شعرونه ←