افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
بلبلان ئې په رنګونو جامې مینځي
په شبنم ئې دخولو ترانې مینځي
بس ده پورته شه له خوبه سپین سهر شو
لمر راوخوت ستا په نور پلوشې مینځي
نن ئې بیا لکه ګلپاڼې شوڼډي رپي
بیا په کومو اداګانو پلمې مینځي
غنچه وا دې کړه دمخ چې نګهت خور شي
زما دمیني پسرلی پرې وږمې مینځي
که شراب ئې ستا د شوڼډوپه نصیب شو
شیخ به ټوله شپه پرې کړي توبې مینځي
مونږ به هسک سرونه وړوکه دارته رسي
دوی دې بیا له خپل تندي نه سجدې مینځي
چې خوله ئې دحیا په رخسار راغله
ما ویل شمع ده په اوښکو لمبې مینځي
دلیمو کچکول ور ډک له پلوشو کړه
د(حسن) تیاره نظر پرې تیارې مینځي