افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
پښتانه ستونه
تش جامونه راوړه خو دا سرې سترګې راواړه
لرې دې پلو کړه پښتنې سترګې راواړه
ته که زما له تګ څخه ویریږي ما پرې وتړه
اوښکې ځنځیرونه کړه لندې سترګې راواړه
زړه مې هر پرهر دتا دمینې په نوم نذر کړ
موړ لا په زخمو نه دی چړې سترګې راواړه
زما دمیخوري دتقدس خاطر ته وګوره
ډکې له سروره پیمانې سترګې راواړه
ستا دښکلا تندې مې نظر سرکشه کړی دی
شوخو شوخو سترګو ته مې مړې سترګې راواړه
نن مې دکور به زړه اسویلي ستونه ومنه
ضدکړي پښتانه دي میلمنې سترګې راواړه
ته که د(حسن) په کڼډر زړه کې اوسیدی نه شې
خیر دی خو په تلوتلو کې زړې سترګې راواړه