د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1605 شاعران10593 شعرونه
ډاکتر حسن- لندن

لیونی یم لا تر اوسه

زه پرون هم شرابي وم پرونی یم لا تر اوسه
زه مجنون وم له ازله لیونی یم لا تر اوسه

ددردونو په موسم کې اسویلی یم لا تر اوسه
له لمبو نه راټوکیږم خو لوګی یم لا تر اوسه

په خزان کې دزړښت هم دځوانۍ ګلونه سپړم
ستا دپیغلې ښکلا زوردی چې زلمی یم لا تر اوسه

ډیر بې رنګه په لندن کې د پردوپه رنګ کې رنګ شول
زه رنګین په پښتنوالې پکتیانی یم لا تر اوسه

هر محفل ته چې ته درومې هر نظر در پسې څارم
ستا دمینې په مجمر کې سپلنی یم لا تر اوسه

که ناتار بیا دمغل دی خو خفه نشې خوشحاله
دتا توره مې په لاس ده ننګیا لی یم لا تر اوسه

نوی وخت نوي غوښتنې ته په نوي نظر ګوره
زه شډل بډل پښتون یم پخوانی یم لا تر اوسه

ګڼه ګوڼه هرپلو ده هغه سترګې پکې نشته
په دې ډک ښارکې (حسنه) چې پردی یم لا تر اوسه

ډاکټر حسن -لندن ٤/٣/٢٠٠٧

د شاعر نور شعرونه ←