پښتو ادب · شاعران
هدايت الرحمن ډاډ
د هدايت الرحمن ډاډ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
15 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هدايت الرحمن ډاډ
سپېره دښته ده بيديا ده هلته ته يې دلته زه يم
بې وسي څه ده خو داده ، هلته ته يې دلته زه يم
تره غونى ماښامى دى پرخه پرخه واوره اوري
تودې غېږې ته سودا ده ، هلته ته يې دلته زه يم
د دوبۍ مازيګرى دى تنده تنده ده ستا تنده
سمندر دى او هوا ده ، هلته ته يې دلته زه يم
په يوه قبر رڼا ده ، هلته ته يې دلته زه يم
ماښامى دى او ژړا ده ، هلته ته يې دلته زه يم
پورته غره کې بيا رڼا ده ، هلته ته يې دلته زه يم
شبو ماته مې اروا ده ، هلته ته يې دلته زه يم
هو ؛ د شپې دوولس بجې دي ډاډه ويښ يمه کوټه کې
د سات ستنه ده ټکا ده ، هلته ته يې دلته زه يم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هدايت الرحمن ډاډ
له ګلابونو نه دې خپل ځانته جامې نکوي
ښکلو ته ووايئ ؛ چې مونږ باندې نخرې نکوي
شپه ده ، سفر دى او ر ېل ګاډى دى يادېږې مې
ګوتې مې شلې دي هيڅ خط په کتابچې نکوي
خير دى که ته نه يې باران دى او يوازې يمه
ستا ياد دې نه ځي ، او ستا ياد دې بېخي ښپې نکوي
عجيب ولس يې دى چې تورې خاورې خوري لګيا دي
عجيب پاچا يې دى چې اوس هم اندېښنې نکوي
هغه شبو يم ، همهغه ته په نامه ناسته يم
اى ! ډاډ ته ووايئ پارکونو کې دې شپې نکوي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هدايت الرحمن ډاډ
په ذات کې مې پنځه سوه لمبې ، حسابوه يې
ګلابه ! ژوند مې ټولې حادثې ، حسابوه يې
ګلابه ! د يو دنګ نامه به څو وارې زه اخلم
ګلابه ! زه ورځم تر ميکدې ، حسابوه يې
کاکا ! ښه زما څه پکار دي ؟ صبر درته وايم
پنسل ، څو قلمونه کتابچې ، حسابوه يې
ګلابه ! د شبو د لاس ټيکله مې يادېږي
ګلابه ! نن ورځم تر هديرې ، حسابوه يې
ګلابه ! ياران څه دي ؟ درته وايمه سړيه
ګلابه ! دي دوه مخې آيينې ، حسابوه يې
يه ډاډه ! ښار کې څه دي ؟ خو دبجنې ورځې شپې دي
په زړه کې مې زر ګونه اندېښنې ، حسابوه يې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هدايت الرحمن ډاډ
رنګ رنګ تارونه مې تړلي دي په پښې پورې
خدايه ! ما واخلې تر راتلونکې پنجشنبې پورې
ما به خپل ټول سامان يو بېک کې راټول کړى وي او
ستا تلګراف به هم راغلى وي هغې پورې
زه د کوم زړه د ماتولو په چل نه پوهېږم
ماته ژړا راځي په ماتې أيينې پورې
نور نه خوږېږم ، نه يارانو سره مينه ډېره
هر څه محدود ښه دي تر خپلې اندازې پورې
د باران شپه وه ، تالنده وه ، بلا ډېر وېرېدې
او ما نيولى وې تر ډېره په سينې پورې
ځم ؛ د شبو د قبر خاورې په جېبو کې راوړم
خير دى ما ورولئ د ښار تر هديرې پورې
ډاډه موړ شوى وم له ژونده او بېخي ستړى وم
بېګاه درغلى وم د ښار تر ميکدې پورې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هدايت الرحمن ډاډ
عشق ، سر زورى ښه په سر دې ګذارونه واخلو
خو ؛ خداى دې نکړي چې له ده ندې لاسونه واخلو
کلونه پس به په کوم پارک کې سره کېنو دواړه
يو بل ښکل کړو او له ژونده به خوندونه واخلو
ښار ته به لاړ شو ، او زړې کيسې به هېرې کړو
ښار ته به لاړ شو او يو بل ته به ګلونه واخلو
خلک کليزو کې خپل يار ته غاړه کۍ اخلي
مونږ به دا دود مات کړو ځه مونږ به کتابونه واخلو
ډاډه ماښام دى او د سين په غاړه ناست يو سره
ډاډه ته صبر شه چې څو دانې عکسونه واخلو
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هدايت الرحمن ډاډ
د يار د دوو سترګو خمار نه بيا تر جامه پورې
ملا ، ما پرېده زه خبر يم تر انجامه پورې
يره جي ! مور راته په تمه ده سودا نشته دى
يره جي ! ما در سره بوځه تر ماښامه پورې
په يو سړي پسې کلونه مخکې مات وومه
يوه جينۍ مې بده شوې ده تر پامه پورې
مونږ په اول ځل ملي بس کې سره وليدل او
اوس مو خبره نږدې شوې تر الزامه پورې
ډاډه! شبو نه تېر شه دا خلک پښتو راخستي
ډاډه هر څه يې محدود کړې دي اسلامه پورې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هدايت الرحمن ډاډ
ميخانه ورانه ، ساقي مړ ، نسکور جامګي او ته ؟
نه مړه نه منمه دومره بې وسي او ته
په نن سبا کې مې دا څو شيان بېخي خوښېږي
ژمى اتاق ، باران ، ارامه موسيقي او ته
زه زما خداى ، زما په حقه بنده ګي او زه
ته او ستا لات او ستا باطله بنده ګي او ته
ورته مې ووې ځه ورځه په مخ دې ښه شه نور
راته يې ووې ، له ما روسته زنده ګي او ته ؟
مسافري بده ده ، جار شبو يادېږم به دې
تريخ ماښامونه ، ځانته ځانته پيشمني او ته
راته يې ووې ، زما يار يې زه لږ غلى شوم بيا
ورته مې ووې ، په ر يښتيا انډيوالي او ته ؟
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هدايت الرحمن ډاډ
ته څه وايې چې صرف آيينې دي ماتې ماتې ؟
په دې ښار کې د هر سړي څېرې دي ماتې ماتې
نه نه ، شب پرست نه يم مسافر د تروږمۍ يم
قربان شمه زه ځم خو زما پښې دي ماتې ماتې
زمونږ د ماشومتوب د پټ پټونو کلى وران شو
خبر نه يې ؟ د هر کور دروازې دي ماتې ماتې
ماښام دوولس بجې دي زه تياره کوټه کې پروت يم
زما د زنده ګۍ ټولې شېبې دي ماتې ماتې
شبو د ډاډ په قبر پسې مه ګرځه قربان دې
قبرونه تالا شوي د ي ډيوې دي ماتې ماتې ماتې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هدايت الرحمن ډاډ
تک سره مخونه لکه پاڼه ژېړېدل څنګه وي ؟
تاته څه پته ده ، چې زړه ازارول څنګه وي
لکه د مصر په بازار کې خرڅېدل څنګه وي ؟
لکه يعقوب په دواړو سترګو ړندېدل څنګه وي
په تره غوني ماښام ، يو بل ته کتل څنګه وي ؟
ته څه خبر يې ؟چې اوبو کې ډوبېدل څنګه وي
ته څه خبر يې ؟له کلو وروسته ليدل څنګه وي ؟
ته څه خبر يې چې د اوښکو تويېدل څنګه وي ؟
شبو ته څه وايې له ژونده تنګېدل څنګه وي ؟
ته څه خبره ېې ؟ چې ژوند بربادول څنګه وي ؟
ستا د واده خبر ورځپاڼه کې لوستل څنګه وي ؟
ډاډه ته څه وايې ؟ له غره راغورځېدل څنګه وي ؟
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هدايت الرحمن ډاډ
اسمانه ښه نو دا کوم يو وحشت دى ؟ ته خبر يې ؟
اسمانه د سرونو تجارت دى ته خبر يې يې
اسمانه کتابونه دي چې لارو کې پراته دي
اسمانه دا روان کوم جهالت دى ؟ ته خبر يې ؟
اسمانه يو سړى زما د زړه په باغ کې شين دى
اسمانه راته ډېر زيات خجالت دى ته خبر يې ؟
اسمانه تنده غري يو قحطي ده ډېره زياته
اسمانه بارانونو ته حاجت دى ته خبر يې؟
اسمانه جوماتونو ته په ډار ډار را روان يو
اسمانه دې وطن کې دا حالت دى ته خبر يې ؟
اسمانه دا د ډاډ ياران ؛ لاسونو کې خنجراو
اسمانه خو په خولو کې يې شربت دى ته خبر يې ؟