د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي هدايت الرحمن ډاډ شعرونه

غزل

 ته څه وايې چې صرف آيينې دي ماتې ماتې ؟

په دې ښار کې د هر سړي څېرې دي ماتې ماتې

نه نه ، شب پرست نه يم مسافر د تروږمۍ يم
قربان شمه زه ځم خو زما پښې دي ماتې ماتې

زمونږ د ماشومتوب د پټ پټونو کلى وران شو
خبر نه يې ؟ د هر کور دروازې دي ماتې ماتې

ماښام دوولس بجې دي زه تياره کوټه کې پروت يم
زما د زنده ګۍ ټولې شېبې دي ماتې ماتې

شبو د ډاډ په قبر پسې مه ګرځه قربان دې
قبرونه تالا شوي د ي ډيوې دي ماتې ماتې ماتې
د شاعر نور شعرونه ←