افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
تک سره مخونه لکه پاڼه ژېړېدل څنګه وي ؟
تاته څه پته ده ، چې زړه ازارول څنګه وي
لکه د مصر په بازار کې خرڅېدل څنګه وي ؟
لکه يعقوب په دواړو سترګو ړندېدل څنګه وي
په تره غوني ماښام ، يو بل ته کتل څنګه وي ؟
ته څه خبر يې ؟چې اوبو کې ډوبېدل څنګه وي
ته څه خبر يې ؟له کلو وروسته ليدل څنګه وي ؟
ته څه خبر يې چې د اوښکو تويېدل څنګه وي ؟
شبو ته څه وايې له ژونده تنګېدل څنګه وي ؟
ته څه خبره ېې ؟ چې ژوند بربادول څنګه وي ؟
ستا د واده خبر ورځپاڼه کې لوستل څنګه وي ؟
ډاډه ته څه وايې ؟ له غره راغورځېدل څنګه وي ؟