د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي هدايت الرحمن ډاډ شعرونه

غزل

 اسمانه ښه نو دا کوم يو وحشت دى ؟ ته خبر يې ؟

اسمانه د سرونو تجارت دى ته خبر يې يې

اسمانه کتابونه دي چې لارو کې پراته دي
اسمانه دا روان کوم جهالت دى ؟ ته خبر يې ؟

اسمانه يو سړى زما د زړه په باغ کې شين دى
اسمانه راته ډېر زيات خجالت دى ته خبر يې ؟

اسمانه تنده غري يو قحطي ده ډېره زياته
اسمانه بارانونو ته حاجت دى ته خبر يې؟

اسمانه جوماتونو ته په ډار ډار را روان يو
اسمانه دې وطن کې دا حالت دى ته خبر يې ؟

اسمانه دا د ډاډ ياران ؛ لاسونو کې خنجراو
اسمانه خو په خولو کې يې شربت دى ته خبر يې ؟
د شاعر نور شعرونه ←