د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي هدايت الرحمن ډاډ شعرونه

غزل

 سپېره دښته ده بيديا ده هلته ته يې دلته زه يم

بې وسي څه ده خو داده ، هلته ته يې دلته زه يم

تره غونى ماښامى دى پرخه پرخه واوره اوري
تودې غېږې ته سودا ده ، هلته ته يې دلته زه يم

د دوبۍ مازيګرى دى تنده تنده ده ستا تنده
سمندر دى او هوا ده ، هلته ته يې دلته زه يم

په يوه قبر رڼا ده ، هلته ته يې دلته زه يم
ماښامى دى او ژړا ده ، هلته ته يې دلته زه يم

پورته غره کې بيا رڼا ده ، هلته ته يې دلته زه يم
شبو ماته مې اروا ده ، هلته ته يې دلته زه يم

هو ؛ د شپې دوولس بجې دي ډاډه ويښ يمه کوټه کې
د سات ستنه ده ټکا ده ، هلته ته يې دلته زه يم
د شاعر نور شعرونه ←