د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي هدايت الرحمن ډاډ شعرونه

غزل

په ذات کې مې پنځه سوه لمبې ، حسابوه يې
ګلابه ! ژوند مې ټولې حادثې ، حسابوه يې

ګلابه ! د يو دنګ نامه به څو وارې زه اخلم
ګلابه ! زه ورځم تر ميکدې ، حسابوه يې

کاکا ! ښه زما څه پکار دي ؟ صبر درته وايم
پنسل ، څو قلمونه کتابچې ، حسابوه يې

ګلابه ! د شبو د لاس ټيکله مې يادېږي
ګلابه ! نن ورځم تر هديرې ، حسابوه يې

ګلابه ! ياران څه دي ؟ درته وايمه سړيه
ګلابه ! دي دوه مخې آيينې ، حسابوه يې

يه ډاډه ! ښار کې څه دي ؟ خو دبجنې ورځې شپې دي
په زړه کې مې زر ګونه اندېښنې ، حسابوه يې
د شاعر نور شعرونه ←