د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ګل اغا احمدي وردګ

د ګل اغا احمدي وردګ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

نوم مې ګل آغا احمدي وردك دى او په ۱۳۴۵ هجري لمريز كال د وردګو د ولايت د جغتو د ولسوالۍ د ګلدرې يا پخواني كنده كول د ليګي باباخيلو په كلي كې زيږيدلى يم چې د ۱۹۶۶ ميلادي كال سره سمون خوري.
لومړنۍ او ابتدايي زده كړې مې د كلي په جومات او په خپل كور كې له خپلو والدينو او مشر ورور دوكتور بهاوالدين بها څخه تر لاسه كړې دي او په ۱۳۵۱ هجري لمريز كال په سيمه كې د ګوربت منځنۍ ښوونځۍ ته شامل او تر اووم ټولګي پورې مې خپلې زده كړې په نوموړې ښوونځۍ كې مخته بيولې دي خو د ۱۳۵۸ هجري لمريز كال په پسرلي كې هغه مهال چې زه په آتم ټولګي كې وم د شوروي پلوه رژيم په مقابل كې د افغانستان د ولس وسله وال پاڅون پيل شو چې ورسره جوخت د ګوربت د منځنۍ ښوونځۍ دروازه هم د زده كوونكيو پر مخ و تړل شوه.
د ۱۳۶۲ هجري لمريز كال د عقرب په مياشت كې پيښور ته مهاجر او تر دولسم ټولګي پورې مې زده كړې د مجاهد په ليسه كې تر سره كړې په ۱۳۶۷ هجري لمريز كال په پيښور كې  د ښوونكيو د عالي دارالمعلمين څخه مې فراغت حاصل او د وو كلونو لپاره د هيواد په آزادو سيمو كې د يوې خيريه موسسې په مرسته وكولاى شول چې په غزني، وردګو، پكتيا او پكتيكا كې د هيواد د ورانو پوهنيزو بنسټونو د بيا رغولو لپاره ځنې ګامونه پورته كړو چې په دې لړكې په سيمه كې د ګټورو ښوونځيو تشكيل ته لاره هواره او په وردګو او غزني كې د ځينو ښوونځيو په جوړولو بريالي شوو چې وروسته يې بيا د ليسو شكل غوره كړ چې په وردګو كې د ګوربت د ښوونځۍ په ځاى د امام ابوحنيفه د ليسې رامنځته كيدل د ساري په توګه يادولى شو.
په ۱۳۷۰ هجري لمريز كال په پيښور كې د ساينس او تكنولوژۍ د اسلامي پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ ته شامل او په ۱۳۷۳ كال له نوموړي پوهنتون څخه په ذكر شوې څانګه كې د ليسانس په اخيستلو بريالى شوم.
په همدې توګه په ۱۳۸۲ كال په پيښور كې د پريسټون له پوهنتون څخه د عامې ادارې په څانګه كې د ماسترۍ په لاسته راوړلو بريالى شوم.
په ۱۳۶۷ هجري لمريز كال د عالي دارالمعلمين څخه تر فراغت وروسته مې په مسلسل ډول په مختلفو پوهنيزو او ټولنيزو موسساتو كې د ښوونكي، اداري مسئول، محاسب، د كتابتون د مسوول، ليكونكي او ژباړن په توګه دندې سر ته رسولې دي او په اوسني وخت كې د افغانستان د ځوريدلو خلكو د خدمت وياړ لرم.
په همدې توګه مې د هجرت په ديار كې د زياتو علمي او فرهنګي غونډو او بهيرونو په ادبي بنډارونو كې منظم ګډون كړى د چې د افغان ادبي بهير، ادبي انجمن، ميوند ادبي بهير او داسې نورو نومونه يادولى شو.
د ليكنې ډګرته مې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۷۱ هجري لمريز كال هغه مهال سر ورښكاره كړ   چې د افغانستان مسلمان ولس په هيواد كې روس پلوى رژيم نسكور كړ او تر اوسه پورې مې د پښتو شعر پنځه ټولګې برابرې كړې چې لومړى ټولګه مې د ارمانجن په نامه په پيښور كې د دانش د خپرونديې موسسې له خوا زما په خپل شخصي لګښت چاپ شوې او زما د ټولو ليكل شوو او ژباړل شوو كتابونو شميره ۱۵ ټوكو ته رسيږي چې لنډې كيسې، تاريخي، سياسي، او ټولنيز موضوعات  پكې رانغښتل شوي او د چاپ انتظار باسي.

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

24 خپاره شوي شعرونه

تږي تږيبشپړ شعر ولولئ

تږي تږي

ګل اغا احمدي وردګ

د ګودرو، چنارونو او مـــــــنګــــــــــــیو تــــــږي تږي
د پیغلوټو کتـــــــــــارونــــــــــــــو او مستیو تږي تږي
 
د خوښۍ احساس، رنګونه په کاروان د مازیګر کې
د وړو او لویو نجونو د ټـــــــــــولګـــــــــیو تـــږي تږي
 
چې په سرو سرو منګول ګیو لپې لپې اوبـــه شیندي
د موسکا د شرنګا شرنګ او د پـــــــــاولیو تږي تږي
 
چې رنګین، رنګین پوړني یې په زلــــفــو د وربل وي
د افق په سره لمن کې د خـــــــــوښـــــــــــــــیو تږي تږي
 
تورتمونو د دې کلي ځای ډیوو تــــــــه وي پرې ایښی
موږ د سولې، روغې، جوړې، نیــــکمرغیو تږي تږي
 
کابل ۹ غویی ۱۳۸۶ هجري لمریز ۲۹ اپریل ۲۰۰۷ میلاد
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ګل اغا احمدي وردګ

په وربل بــــــــانــــــدې مې شینده د عنبرو لپې لپې
ستا لمــــــــــــــــــنې ته به وړمه د ګورګورو لپې لپې
زه د حــــــــــــسن درویزګر یم د دیدار قلنګ مې راکه
ښکــــــــــلاګانې په سرو شونډو  د مرمرو لپې لپې
که خولګۍ دې نذرانه کړه د رخسار د دواړو خواوو
زه به درکړم د رنـــــــــګه رنــــــــګه سنــدرو لپې لپې
ته مې زلفو ته را واخله  بنارس زرغــــــــــــون شالونه
زه به ناوې درلیږمه د نښترو لــــــــــپې لـــــــــــــــپې
د وصال باران ته وایه چې له تندې چـــــولاوه شــــــــوم
د بوډۍ له ټاله غواړم د منترو لـــــــــــــــــپې لـــــــــــــپې
زما مینه ده سرتوره د حجاب پــــــــــړونــــــــی غـــواړي
ورته وسپړه ګلونه د شکرو لــــــــــــــپې لــــــــــــــــــــــپې
که زمـــــــا غــــــــریب لنګر ته ستا د ورا ډولونه راغلل
د اتڼ محـــــــفـــــل بـــــــــــــه جوړ کړم د ملګرو  لپې لپې
کابل ۴ غویی ۱۳۸۶ هجري لمریز ۲۴ اپریل ۲۰۰۷ میلادي
بریمنبشپړ شعر ولولئ

بریمن

ګل اغا احمدي وردګ

كـــــــوم لاســـــــونـــــــه چــــــې چــــــوپــړ د خپل وطن كړي
شپـــــــــه او ورځ تــــــــــكل د پــــــــوهــــــــې او د فـــن كړي
د ګــــــــلانـــــــــو د مـــــــجلــــــــس وي پـــــــــه زړه تــــــــږى
مـــــــلاقــــــــات د ښــــــــكلــــــو ګلــــــو پـــــه ګلـــشن كړي
كــــــــرونده كانـــــــــدي د شنـــــــــو شـــــنــــــو كشـــــماليو
يــــــــو ګــــــــذر د ســـــــــرو لالـــــونـــــــو پــــــه چـــمن كړي
د ګـــــــــلاب پــــــــــاڼــــــې پـــــه مينـــــــه مينـــــه سپــــــړي
لـــــه نــــــرګــــــس ســـــــره رازونــــــه ګيـــــــله مــــــن كــړي
له ريـدي ســـــــره آشنــــــا پـــــــه خپـــــــل مقـــــــام شــــــــي
د غـــــــــاټــــــول درك د غــــرونــــــو پــــــه لمــــــن كـــــــړي
د شبو ځونډي راځـــــوړنــــــد كــــــړي پـــــــګــــــړۍ كـــــې
لــــــه ښـــــكلاوو څـــــخــــــه جـــــــوړ يــــــو ګلـــــبدن كـړي
د خپــل هانــــد لــــــه ګـــــل غنــــــچـــــو ســــــره لوبيــــــږي
سپينې سپينې وړانګې تاو لــه ځـــــــان او تـــــــن كــــــړي
د هيــــــواد پـــــه كنـــــــډر بــــــڼ يـــــــې كــــــړي راښــــكته
د ښــكلا رنـــــګــــــونه غـــــــاړه كـــــــــې پتمــــــن كـــــــړي
د بـــــــــريــــــــاوو ستــــــــر ويـــــــــاړونــــــــه يـــــــې ګټــلي
احمدي څــوك چـــــــې كارونـــــــه بــــــريـــــــمــــــن كـــــړي
پنجشنبه: ۷/6/1381 ه ل 29/8/2002
د ګل آغابشپړ شعر ولولئ

د ګل آغا

ګل اغا احمدي وردګ


د ګل آغا
احمدي وردك لنډه پيژندنه



نوم مې ګل آغا
احمدي وردك دى او په ۱۳۴۵ هجري لمريز كال د
وردګو د ولايت د جغتو د ولسوالۍ د ګلدرې يا
پخواني كنده كول د ليګي باباخيلو په كلي كې
زيږيدلى يم چې د ۱۹۶۶ ميلادي كال سره سمون
خوري.


لومړنۍ او
ابتدايي زده كړې مې د كلي په جومات او په خپل
كور كې له خپلو والدينو او مشر ورور دوكتور
بهاوالدين بها څخه تر لاسه كړې دي او په ۱۳۵۱
هجري لمريز كال په سيمه كې د ګوربت منځنۍ
ښوونځۍ ته شامل او تر اووم ټولګي پورې مې خپلې
زده كړې په نوموړې ښوونځۍ كې مخته بيولې دي خو
د ۱۳۵۸ هجري لمريز كال په پسرلي كې هغه مهال
چې زه په آتم ټولګي كې وم د شوروي پلوه رژيم
په مقابل كې د افغانستان د ولس وسله وال پاڅون
پيل شو چې ورسره جوخت د ګوربت د منځنۍ ښوونځۍ
دروازه هم د زده كوونكيو پر مخ و تړل شوه.


د ۱۳۶۲ هجري
لمريز كال د عقرب په مياشت كې پيښور ته مهاجر
او تر دولسم ټولګي پورې مې زده كړې د مجاهد په
ليسه كې تر سره كړې په ۱۳۶۷ هجري لمريز كال په
پيښور كې  د ښوونكيو د عالي دارالمعلمين څخه
مې فراغت حاصل او د وو كلونو لپاره د هيواد په
آزادو سيمو كې د يوې خيريه موسسې په مرسته
وكولاى شول چې په غزني، وردګو، پكتيا او
پكتيكا كې د هيواد د ورانو پوهنيزو بنسټونو د
بيا رغولو لپاره ځنې ګامونه پورته كړو چې په
دې لړكې په سيمه كې د ګټورو ښوونځيو تشكيل ته
لاره هواره او په وردګو او غزني كې د ځينو
ښوونځيو په جوړولو بريالي شوو چې وروسته يې
بيا د ليسو شكل غوره كړ چې په وردګو كې د
ګوربت د ښوونځۍ په ځاى د امام ابوحنيفه د ليسې
رامنځته كيدل د ساري په توګه يادولى شو.


په ۱۳۷۰ هجري
لمريز كال په پيښور كې د ساينس او تكنولوژۍ د
اسلامي پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ ته شامل او په
۱۳۷۳ كال له نوموړي پوهنتون څخه په ذكر شوې
څانګه كې د ليسانس په اخيستلو بريالى شوم.


په همدې توګه
په ۱۳۸۲ كال په پيښور كې د پريسټون له پوهنتون
څخه د عامې ادارې په څانګه كې د ماسترۍ په
لاسته راوړلو بريالى شوم.


په ۱۳۶۷ هجري
لمريز كال د عالي دارالمعلمين څخه تر فراغت
وروسته مې په مسلسل ډول په مختلفو پوهنيزو او
ټولنيزو موسساتو كې د ښوونكي، اداري مسئول،
محاسب، د كتابتون د مسوول، ليكونكي او ژباړن
په توګه دندې سر ته رسولې دي او په اوسني وخت
كې د افغانستان د ځوريدلو خلكو د خدمت وياړ
لرم.


په همدې توګه
مې د هجرت په ديار كې د زياتو علمي او فرهنګي
غونډو او بهيرونو په ادبي بنډارونو كې منظم
ګډون كړى د چې د افغان ادبي بهير، ادبي انجمن،
ميوند ادبي بهير او داسې نورو نومونه يادولى
شو.


د ليكنې ډګرته
مې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۷۱ هجري لمريز كال
هغه مهال سر ورښكاره كړ   چې د افغانستان
مسلمان ولس په هيواد كې روس پلوى رژيم نسكور
كړ او تر اوسه پورې مې د پښتو شعر پنځه ټولګې
برابرې كړې چې لومړى ټولګه مې د ارمانجن په
نامه په پيښور كې د دانش د خپرونديې موسسې له
خوا زما په خپل شخصي لګښت چاپ شوې او زما د
ټولو ليكل شوو او ژباړل شوو كتابونو شميره ۱۵
ټوكو ته رسيږي چې لنډې كيسې، تاريخي، سياسي،
او ټولنيز موضوعات  پكې رانغښتل شوي او د چاپ
انتظار باسي.

 

ساقيبشپړ شعر ولولئ

ساقي

ګل اغا احمدي وردګ


ساقي



ستا د
مينې په زانګو كې زه ماشوم واى زنګ
ېدلاى
تا للو للو كولاى زه مسكى مسكى كېدلاى


چې د خيال
وړې منګولې مې واى ډكې ستا له زلفو
ستا د سرو شونډو انوارو زما شونډې ښكلولاى


يو رنګين
تصوير پوښلى د ټالونو هر بهير واى
تا زما سترګې كتلاى ما د تا سترګې كتلاى


په بنډار
د محبت مو د خوښۍ خيمه واى پلنه
ما وړې غاړې كولاى تا جار جار راته ويلاى


د ډيوو
كالي پوښلي ترنم واى ستا سپېڅلي
ما پخپله وړه ژبه هم د خداى صفت كولاى


په هر ګوټ
د ښكلولو كې دې داسې ساقي ناست واى
ته بيداره راته ناسته زه د خوب نړۍ ته
تللاى

د ګوربت افقبشپړ شعر ولولئ

د ګوربت افق

ګل اغا احمدي وردګ



د ګوربت افق



د ګربت په سپين افق كې راته
ښكاري رڼاګانې
بيا د هيلو په منګولو كې د
مينې ورشوګانې



د سهار په روڼ محل كې نندارې
ته راوتلې
سپين پړوني يې په سر دي په
سرو شونډو اداګانې



په لاسو كې ريمالونه كله يوه
خوا كله بله
رپوي يې په چمونو كړي اميد ته
نڅاګانې



د سبا رباب ته مستې اړوي د
زلفو ولونه
په ليمو باندې يې ښكاري لپې
لپې خنداګانې



يوه سندره يې په خوله ده داسې
وايې ښايستوكې
تل به نه وي تورتمونه تل به
نه وي ژړاګانې



رښتيا زيرى مو درباندې د
تورتم منتر چپه شو


"
احمدي"
بيا به دې ښكل كړي د يووالي
ځلاګانې

يوه شېبهبشپړ شعر ولولئ

يوه شېبه

ګل اغا احمدي وردګ



يوه ش
ېبه



ځنې تاو كاندي لاسونه ځنې واخلي
څو مچكې
فلك ګرد ورته تاويږي ورته و كاندي
چكچكې


د
ښكلا درياب ته ټوپ كړي او په خوند
وهي لاسونه
وايي راشه زما خوا ته اى د مينې
ګل غـُنچكې


د
ژوندون د بدن غړي او حواس يې شي
په دې خوا
په تورسترګې پسې ګرزي طى كوي
غرونه او ځمكې


د
زيارت لمنه نيسي دلاسا منجوران
كړي
مچوي د پير لاسونه دعا غواړي له
ادكې



چې كه يوار په لاس ورشي لاس يې و
نيسي په لاس كې
خوږ شربت له شونډو واخلي د نشې په
يوه څمڅه كې



ځان به داسې ښايسته كړي چې يوازې
دا ده ښكلې
وايي راشه ځوانيمرګې د خوږو هيلو
وياله كې



په همداسې تنكۍ مينه بيا سيلۍ د
خزان راشي
رژوي د ژوندون پاڼې رحم نه كړي په
حمله كې


د
بېلتون په لاره درومي لاس را تاو
له بل جانان كړي
"احمدي" داسې دنيا ده ما ليدلې
يوه شيبه كې

افغان زلمىبشپړ شعر ولولئ

افغان زلمى

ګل اغا احمدي وردګ



افغان زلمى



كه مې د زاڼو ټولګى را نه
ووست بهار به نه يم
كه مې رڼا ته غېږه ورنكړه
سهار به نه يم



كه مې د ګلو په ډولۍ
باندې لاس وا نه ړول
كه مې ګېډۍ ګېډۍ غنچې نه
كړه ګلزار به نه يم



كه مې د بڼ په سر هوار نه
كړل زرغون پړوني
كه لوړ له ټولو ښكلو نه
شومه چنار به نه يم



كه د نڅا په پلوشوكې مې
ګلشن نه شو پټ
كه مې سندرې پرې خورې نه
كړې سيتار به نه يم



كه مې د سولې اشرفۍ ورته
ډالۍ نه كړله
كه يې له غاړې نه راتاو
نه شومه هار به نه يم



كه د تورتم تخمونه ورك ما
له دې خاورې نه كړه
افغان زلمى " احمدي " زه
د دې ديار به نه يم

سباوونبشپړ شعر ولولئ

سباوون

ګل اغا احمدي وردګ



سباوون



لمر چې غېږ كې نړۍ
ونيسي سهار شي
طلايي فرش پرې د
وړانګو راهوار شي



نوى يون شي د ګلزار
په پګړۍ پورې
د بلبلو د سندرو
شرنګهار شي



ښكلې وړانګې ځي د
پرخې تر څنګ كښيني
په عطري جامه كې غېږ
په غېږ دلدار شي



يو بدن او يوه نغمه
شي دواړه درومي
ګل يې لاس تر لاس
نيولى د بڼ هار شي



نوې هيلې د مستۍ
جامونه نوش كړي
ور روانې د ښكلا په
لاله زار شي



نوې ورځ، نوې دنيا،
نوى موسم شي
نوې سيمه، نوې ځمكه،
نوى ښار شي



د تورتم په سينه سپنې
وړانګې پورته
"احمدي" سباوون ستا د
مينې يار شي

كامياببشپړ شعر ولولئ

كامياب

ګل اغا احمدي وردګ



كامياب



خدايه ستا د
رحمتونو له ساقي
نه شراب غواړو
يو آرامه ژوند د
سولې د قانون په
كتاب غواړو



د خلاصون ساحل ته
لاره را په ګوته
كړې خاونده
موږ پناه د
بيلتانه له
سوزيدونكي سراب
غواړو



چې نه مرګ، نه
ځوريدنه، نه لمبې
وي د كارتوسو
ددې لوى تورتم په
پاى كې ځليدونكى
آفتاب غواړو



د خزان توره
كمپله مو له بڼ
څخه وي ټوله
نور د هيلو په
ګلزار كې پاچاهي
د ګلاب غواړو



وركه شوې آبادي
راته مينده پخپل
ديار شي
يو سپيڅلى هاند
ددې لارې سرلوړى
كامياب غواړو



د ظلمت بتان چپه
وي د عبرت په پښو
كې رغړي
د كږو لارو وحشت
ته ستا له لوري
عذاب غواړو