د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ډاګترزبیح الله حسن

د ډاګترزبیح الله حسن پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

دلته بلبلودي اغوستې د ویر تورې جامې
  دګل په سرو وینو لړلی بهار چیرته یوسم

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

23 خپاره شوي شعرونه

د پانوس حباببشپړ شعر ولولئ

د پانوس حباب

ډاګترزبیح الله حسن

هر يو توری يې نغمه ده عشق د حسن يــــــــــو کتــــــــاب دی
نښتېږلی په کي تاک دی ، له خـــــــمار نـــــه ډک درياب دی

ما مشعل د زړه ټومبلی په پــــــــــانــــــــوس کي د حباب دی

په ډېوو کي د لېمو مي د سرو اوښکو مست سېــــلاب دی

په ګردون د زمانې کي ابـــــــديــــت خيــــــــال او خــواب دی

زما دچــــــيغـــو او کــــــوکــــــارو ازانـــــګه دده ځـــواب دی


د اسمـــان پـــه شنه لمن کي ستوري ستوري اوښکي څاڅي
د ( حسن ) پــــــه شوګير باندي ، په ژړا غمګين مهتاب دی

۲۶- فبروري ۲۰۰۶ لندن

زما دژوند په تياره دښته ، دغمـــــــــو ژلــــــۍ ورېــــــــــــږي

هر ماښام يې بلومه ، ستـــــــــــــا پــــــه لاره د راتـــــــــګ کي

ما لېدلي دي ګلپاڼي ، د خــــــــزان تـــــر پــــــــښو لانـــــــدي

زما زړه هم لکه غر دی ، بل ځواب يې پــــــــر خـــولـــه نسته

ریښې لمنبشپړ شعر ولولئ

ریښې لمن

ډاګترزبیح الله حسن

 حسنه نور لــــه مـــــا مین نه څه غواړې
یو دې وړه اروا له تـــــــن نـه څه غواړې


مړې مې کړه دلبره دزړګــــــي ډیــــــوې
نور له دې ویران مدفن نه څه غــــواړې


مات شول پسر لیه په ډنـــــــډر ګــــلان
نورله دې سپیره ګلشن نه څــــه غواړې


پرې مې ږده ارمانه هسې تیـــــروتـــــې
زما له دې ریښې لمن نه څه غـــــــواړې


پت دستم وساته ظا لــــــــــــمه لـــــــــــږ
نور مو لــــــــه کڼډر وطن نه څه غواړې


ستا تر زلـــــــــــمي حسن صدقه به شي
نورله خوار وزار( حسن)نه څه غواړې


ډاکټر حسن-لندن?? ٢٠٠٦ /٨

څــــلـــوريــــزهبشپړ شعر ولولئ

څــــلـــوريــــزه

ډاګترزبیح الله حسن

داپه غاړه دســـــــاقي کې زنار پروت دی
که زما په بیـــــخودي کې مهارپروت دی


دا نشه ده په پـــــــیالوکې چې پرې څاڅي

که په شونډودحسن کې خمار پروت دی

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ډاګترزبیح الله حسن

تاچې دنظر په لمبو کله لمبولی يم
هرښکلي دکلي زه دسترګوتورګڼلی يم


ستا دمحبت ځاله خوتا ماته ښودلې ده
زه ستا دنظر د ګستاخي په پله راغلی يم


نه دی اوښکی پاته چه لږ توئي په خپل غم کړمه
زه د اباسين غوندي د بل تندې زبيښلی يم


شور ده هنګامه ده په هر رګ کی می سازونه دي
ستا چی نرګسی پيالو په ځان کی نښتیځلی يم


ماته زما سترګې دوطن په خاوروتوري کړئ
زه له هرنظره پردي ملک کې پريوتلی يم


زه په لنډه سالکه ځپه ساحل ته ځان باسم
هرځل چه لويدلی يمه بيارا پاځيدلی يم


داخلي خاشې ددې وطن زما بنيادونه دي
زه دې اشيانې له توپانونونه ساتلی يم


زما دشوخ نظر دبيباکی نه څه ګيله کوې

زه دې ګنهګار نظرثواب ته راوستلی يم


زه به دافغان له نی دحق چيغه را با سمه
زه که ستمګرو نن ترستوني نه نيولی يم


هر ځل چه جمود زه دفنا غيږی ته وړی يم
زه ترې نه بقا ته دبدلون په مټ ختلی يم

ما حسن اسلام اوافغانيت فخر ګڼلی ده
زه چه د هويت په هکله کله چا پوښتلی يم

تلکېبشپړ شعر ولولئ

تلکې

ډاګترزبیح الله حسن

اوس  راته تبۍ د دنیا  زمکې دي
 هیلې د ژوندون راڅخه ورکې دي

واوره ستمګره ستا له قــــــهر نـــــــه
 زمونږه پښتنې حوصلې کلکې دي

توږه ئې مطربه په جولۍ کې مې
 ځانګې درباب له نغمو ډکې دي

پام کړه هرې خواته چې قدم اخلې
دلته له هر پــــــــــل سره  تلکې دي

غورزو چې په کـــندو او کپرو کې
کښــــــلې ســـتمګر رانه بڼکې دي    

غم ددنیاګۍ عـــشق درنه واخیستو
 ځکه دې حسنـــــه اوږې سپکې دي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ډاګترزبیح الله حسن

دالفت د میــــــکدې چـــــي څوک میخور وي
لکه تاک په هر یو رګ کــــې بــــه ئې شور وي


په ځلا نده مخ ئې ژر دوکــــــــه ړ نـــــــه خوري

هسې نه لکه ایئنه بل مــــــخ ئــــــې تـــــور وي


فقط اوس زما د ستـــــرګــــو کعبـــــــه نـــه ئې

په لحد کې به مې هم مخ ستــــــا پـــه لور وي


ستورو لپي وي رڼا تـــــه ئــــــــــی نیــــــــو لـې

د زلفانو په ما ښام کـــــــې ئـــــې شبـکور وي


دمنګي په څا څکو لو ند ســــــا لو کې راغله

په لمن لکه دغــــــــره لا لــــــــــه زار خـــور وي


داسمان دشته وړه ورته ښـــــــــــکاریـــــــــــږي

چې حسن د تفکر پــــــــه نیـــلي سپــــــــور وي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ډاګترزبیح الله حسن

ستــــــا نظــــر چـــــــې نــن کتل په کوم انداز کړو
ما انګړ د لیمو فرش ورتـــــه پــــه نیـــــاز کــــــړو


پـــــــه لـــــونــــــدوالـــــــــې د وزرو اوس خبر شو
چــــــې ئــــــې فــــکر تــــر مادي پورې پرواز کړو


زمونږ د خواروپه رڼا کــــــې ستــــرګـــــي بریښې
لکه شمع خپل تـــــورتــــــــم تــــــه سوز ګدازکړو


کم ئې مه ګڼه تر خوان د بــــــادشــــــا هــــــا نــــــو
که په ویړ تندې چا وړاندي درته پــــــیاز کــــــړو


عـــــا قبــــــــت تـــــــــه د هستــــــې به کله پام کړو
که به ئې فکر تـــــل د حـــال او د اغـــــــاز کـــــــړو


بــــــډایــــنه پـــــه ثـروت ســـــــراب لیـــــــــدل دي
استغنا غنې حـــــــسن غــــــریــــــب نـــــواز کـــړو

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ډاګترزبیح الله حسن

داپه ثواب که په ګنا مینه خوره وره شوه

خدایه نن بیا مې په ښکلا مینه خوره وره شوه

په خوله دشمعې دمزار مې کړئ خبر که مړ وم
چې په وطن لکه رڼا مینه خوره وره شوه

احساس مې وتراشل ترې یاره دشعرونو غمي
په کاڼي زړه مې چې دتامینه خوره وره شوه

هره وینا دخلکو نیسم دمسکا په غیږ کې
ماته دتورو په معنا مینه خوره وره شوه

دادی ادا مې کړ دتا دحسن قرض جانانه
ستا چې په ناز او په ادا مینه خوره وره شوه

اوس يې نو وکاږئ په منځ کې په اسمان کې کرښه
اغیارو بیا په پښتونخوامینه خوره وره شوه

ستا خو بدلیږي ارزوګانې دم په دم جانانه
زما خو په هره تمنا مینه خوره وره شوه

اغوندي ساندې د(حسن) هم سندریزي جامې
خدایزده په شعر يې چې دچا مینه خوره وره شوه
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ډاګترزبیح الله حسن

زمونږ که له زخمونو دپرون لمنه ډکه ده

نن مو هم له څړیکودژوندون لمنه ډکه ده

ګوره له ګلکڅ نه د ښکلا،بحر داوښکو مې
څومره له غورزنګ نه يې دیون لمنه ډکه ده

زړه مې ستا رمه د خاطروپه مخه کړي ده
بیا چې له ټپو نه ددې شپون لمنه ډکه ده

را به وړي که خدای کول دسولې پتاسې پکې
نن که له سکروټو دپښتون لمنه ډکه ده

ستا که خورې څڼې پریشانۍ په مخه کړي دي
زمونږ هم له سودا نه دجنون لمنه ډکه ده

ډیر به دې په حسن دوفا رنګونه وشیندم
لا خو مې دعشق دزړه چاودون لمنه ډکه ده

تا خو ډیر په زړه (حسنه) وخوړل درانه کاڼي
څومره دې لا نوره دبیلتون لمنه ډکه ده
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ډاګترزبیح الله حسن

یولمس ته دنظر مې ضرورت لرې کنه

په مړو سترګو کې اوس هم شرارت لرې کنه
 
راوړي مې مچکو ته کاسو پسې کاسې دي
په تنګه خوله کې دومره سخاوت لرې کنه
 
تسپې خو درنه شیخه بریتور وشوکولې
اوس بل کوم یو معیار دعبادت لرې کنه
 
مونږ توی شو څاڅکې څاڅکې دباران غوندې اشنا
ته هم لا له ډک زړه نه شکایت لرې کنه
 
وږمه يې کړه را چوپ ، ورکړه اوږدو څڼو ته څنډ
څه دم دناروغانو دالفت لرې کنه
 
په اوښکو که دزړه دغم وینځل شو ناروا
(حسنه) دشرابواجازت لرې کنه