افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
تلکې
اوس راته تبۍ د دنیا زمکې دي
هیلې د ژوندون راڅخه ورکې دي
واوره ستمګره ستا له قــــــهر نـــــــه
زمونږه پښتنې حوصلې کلکې دي
توږه ئې مطربه په جولۍ کې مې
ځانګې درباب له نغمو ډکې دي
پام کړه هرې خواته چې قدم اخلې
دلته له هر پــــــــــل سره تلکې دي
غورزو چې په کـــندو او کپرو کې
کښــــــلې ســـتمګر رانه بڼکې دي
غم ددنیاګۍ عـــشق درنه واخیستو
ځکه دې حسنـــــه اوږې سپکې دي