افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
زمونږ که له زخمونو دپرون لمنه ډکه ده
نن مو هم له څړیکودژوندون لمنه ډکه ده
ګوره له ګلکڅ نه د ښکلا،بحر داوښکو مې
څومره له غورزنګ نه يې دیون لمنه ډکه ده
زړه مې ستا رمه د خاطروپه مخه کړي ده
بیا چې له ټپو نه ددې شپون لمنه ډکه ده
را به وړي که خدای کول دسولې پتاسې پکې
نن که له سکروټو دپښتون لمنه ډکه ده
ستا که خورې څڼې پریشانۍ په مخه کړي دي
زمونږ هم له سودا نه دجنون لمنه ډکه ده
ډیر به دې په حسن دوفا رنګونه وشیندم
لا خو مې دعشق دزړه چاودون لمنه ډکه ده
تا خو ډیر په زړه (حسنه) وخوړل درانه کاڼي
څومره دې لا نوره دبیلتون لمنه ډکه ده