د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي ډاګترزبیح الله حسن شعرونه

غزل

تاچې دنظر په لمبو کله لمبولی يم
هرښکلي دکلي زه دسترګوتورګڼلی يم


ستا دمحبت ځاله خوتا ماته ښودلې ده
زه ستا دنظر د ګستاخي په پله راغلی يم


نه دی اوښکی پاته چه لږ توئي په خپل غم کړمه
زه د اباسين غوندي د بل تندې زبيښلی يم


شور ده هنګامه ده په هر رګ کی می سازونه دي
ستا چی نرګسی پيالو په ځان کی نښتیځلی يم


ماته زما سترګې دوطن په خاوروتوري کړئ
زه له هرنظره پردي ملک کې پريوتلی يم


زه په لنډه سالکه ځپه ساحل ته ځان باسم
هرځل چه لويدلی يمه بيارا پاځيدلی يم


داخلي خاشې ددې وطن زما بنيادونه دي
زه دې اشيانې له توپانونونه ساتلی يم


زما دشوخ نظر دبيباکی نه څه ګيله کوې

زه دې ګنهګار نظرثواب ته راوستلی يم


زه به دافغان له نی دحق چيغه را با سمه
زه که ستمګرو نن ترستوني نه نيولی يم


هر ځل چه جمود زه دفنا غيږی ته وړی يم
زه ترې نه بقا ته دبدلون په مټ ختلی يم

ما حسن اسلام اوافغانيت فخر ګڼلی ده
زه چه د هويت په هکله کله چا پوښتلی يم

د شاعر نور شعرونه ←