د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي ډاګترزبیح الله حسن شعرونه

د پانوس حباب

هر يو توری يې نغمه ده عشق د حسن يــــــــــو کتــــــــاب دی
نښتېږلی په کي تاک دی ، له خـــــــمار نـــــه ډک درياب دی

ما مشعل د زړه ټومبلی په پــــــــــانــــــــوس کي د حباب دی

په ډېوو کي د لېمو مي د سرو اوښکو مست سېــــلاب دی

په ګردون د زمانې کي ابـــــــديــــت خيــــــــال او خــواب دی

زما دچــــــيغـــو او کــــــوکــــــارو ازانـــــګه دده ځـــواب دی


د اسمـــان پـــه شنه لمن کي ستوري ستوري اوښکي څاڅي
د ( حسن ) پــــــه شوګير باندي ، په ژړا غمګين مهتاب دی


۲۶- فبروري ۲۰۰۶ لندن

زما دژوند په تياره دښته ، دغمـــــــــو ژلــــــۍ ورېــــــــــــږي

هر ماښام يې بلومه ، ستـــــــــــــا پــــــه لاره د راتـــــــــګ کي

ما لېدلي دي ګلپاڼي ، د خــــــــزان تـــــر پــــــــښو لانـــــــدي

زما زړه هم لکه غر دی ، بل ځواب يې پــــــــر خـــولـــه نسته

د شاعر نور شعرونه ←