د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عزت الله شمسزي

د عزت الله شمسزي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

ښاغلي عزت الله شمسزی پر ۱۳۵۸لیږدیز لمریز کال دلغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په کنده راجایي نومې کلي کې زیږېدلی دی.

زده کړې:
دولسم ټولګی ۱۳۷۸ کال، د لغمان ولایت الینګار ولسوالۍ انجنیرشیرمحمد لیسه
اوس د امریکې Michigan State University کې د حقوقو او سیاسي علومو محصل دی.
دندې:
د ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۰۵ کال پورې د هیلې مجلې مرستیال او د کاوون اوونیزې چلوونکی.
د ۲۰۰۶ نه تر ۲۰۰۸ م پورې په افغانستان کې د ناقانونه وسلوالو د بې وسلې کولو د دفتر ویاند.
د ۲۰۰۸ نه تر ۲۰۱۰ پورې د کلیو او پراختیا وزارت د مطبوعاتي اړیکو مسئول.
د ۲۰۱۰ نه تر ۲۰۱۳ پورې د افغانستان د پارلمان د ملاتړ پروژې د عامه اړیکو مسئول.
د ۲۰۱۳ نه تر ۲۰۱۴ پورې دکاونټر پارټ د دفتر د ارتباطاتو مسئول.
۲۰۱۴د جنوري میاشتې نه تر سپتمبره پورې ایشیا فاونډیشن کې د ارتباطاتو متخصص.
چاپ اثار:
۱- د نښترو او ګورګرو څو سندرې - د لغمان د شاعرانو تذکره،  ۱۳۸۰ لمریز لېږدیز کال، لغمان فرهنګي ټولنه.
۲- د شپې په غېږ کې - د شعرونو ټولګه،  ۱۳۸۱ لمریز لېږدیز کال، لغمان فرهنګي ټولنه.
۳- د ژوند پاڼې - د شعرونو ټولګه،  ۱۳۸۸ لمریز لېږدیز کال، لغمان فرهنګي ټولنه (زمونږ دکتابتون برخه کې يې ولولئ.)
۴- د ارتباطاتو لارې چارې - ۱۳۹۳ لمریز لېږدیز کال، مومند خپرندویه ټولنه، ننګرهار
۵- پر پښتو شعر د جنګ اغېزې، ۱۳۹۴ لمریز لېږدیز کال، د افغانستان د بشر دحقوقو دفتر، کابل. (زمونږ دکتابتون برخه کې يې ولولئ.)
نا چاپ اثار:
۱- زما د ژوند کیسه سندره نه شوه - د شعرونو ټولګه
۲- ادبي مرکې - له شلو شاعرانو او لیکوالو سره مرکې او ادبي بحثونه.
۳- هاغه زیارت وینې - د لنډو کیسو ټولګه
۴- یو داستان یو نقد - د نړیوالو لیکوالو داستانونو او نقدونو ژباړه.
۵- د ولسي شاعر حیاخان د شعرونو راټولونه.
۶- د لغمان ادبي او ټولنیز شخصیتونه.
۷- د افغانستان د پارلمان شپاړسمه تقنني دوره.

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

20 خپاره شوي شعرونه

اوس هم په باد مين يمبشپړ شعر ولولئ

اوس هم په باد مين يم

عزت الله شمسزي

زه لا هماغسې يم

اوس هم په باد مين يم

اوس هم تمام اوړى په بام ويدېږم

اوس هم د پلار په زنگېدلي کټ کې ټوله شپه

اسمان سره خبرې کوم

زه لا هماغسې تمامه شپه

له ستورو سره مينه کوم

زه لا هماغسې د ستورو په مرگ چيغې وهم

کړيکې کوم

ځان سره ټوله شپه تيارو ته بدې ردې وايم

څه عجيبه سړى يم

زه مې د مور دروغ رښتيا خپلو کوچنيو ماشومانو  ته ميراث کې پرېږدم

بس چې ماښام شي

نو د خپلې مور يوه يوه کيسه راواخلم

زامنو راشـى!

لورکۍراشه

ښه نږدې پرېوځئ

هغه دى وگورئ اسمان کې هغه کټ وگورئ

هغه څو ستوري ښيم

تاسې لږ چپ شئ

دمورجانې يوه خبره مې راياده شوله

مور به مې هر ماښام کيسې کولې

زه چې ماشوم وم مابه ټوله شپه اسمان ته کتل

مور به مې ويلې:

چې زامنو دا اسمان تر ځمکې ډېرښايسته دى

هغه دى ښه وگورئ

هغه څو ستوري چې يو ځاى راټول دي

هغه يو کټ دى

يو زمرى دى

او د کټ پښه کې اوزه تړلې

هغه دى ښه وگورئ

زامنو وگورئ اسمان تر ځمکې ډېرښايسته دى

هلته يو لمر دى

يوه سپوږمۍ ده

او يوه گله دستورو ښکاري

هغه دى وگورئ

په خپلو سترگو  وگورئ

سپوږمۍ څومره ښايسته ښکارېږي

دسپوږمۍ منځ کې يوه تشه شان څېره ده

څومره ښکلې ښکاري!!

مور به مې دلته لږ څه چوپه شوله

مور به مې غلې شوله

ښايي څه وېره  به يې زړه ته راغله

خو موږ به بيا لکه چنچڼو

شور ماشور جوړ کړ

چې مورې!

خوږې مورې

غلې کېږې ولې?

مورې خبره کوه

مورې سپوږمۍ کې نو دا څه دي

چې موږ نه پوهېږو

مور به مې بيا غاړه تازه کړه

او زموږ ماشوم خيالونه به يې

ځان سره اسمان ته يوړل

هغه ده ښه وگورئ

هغه سپوږمۍ ده

او په منځ کې يې سپېڅلې ملايکه ناسته

تاسې ته ښکاري او که نه

تاسې لږ ښه وگورئ

هغه چې تته ښکاري

ها درښيم

هغه سپېڅلې ملايکه ده

په لاس کې يې زرينه شپېلۍ

داسې شپېلۍ چې په اواز به يې دنيا لړزېږي

مور به مې بيا لږ ټکنۍ غوندې شوه

موږ به له ډېرې تلوسې نه

يو ځل بيا مور ته په چيغو چيغو وژړلې

مورې!

خوږې مورې

کيسه کوه رښتيا چې

دا اسمان تر ځمکې ډېرښايسته دى

مورې راځئ چې موږه هم اسمان ته کډه وکړو

مور به مې کټ کټ په خندا شوه

او په موږه به راولوېدله

نه، نه، زامنو

انسانان اسمان ته کله تلى شي

اسمان ته لار د ختو کله شته دى

اسمان د ستورو ځاى دى

اسمان ته هغه څوک ورتلى شي

چې يې زړونه لکه لمر

لکه سپوږمۍ

لکه ليلا

لکه مجنون صفا وي

اسمان دمينې ځاى دى

موږ انسانان يو

موږ د مينې په چل نه پوهېږو!!!

موږه د ځمکې په سر ټول عمر

له يو بل نه نفرت کړى دى

موږ ته اسمان په خپله غېږه کې ځاى نه راکوي

زامنو غلي شئ

ويده شئ

چې اوس لمر راخيږي...

خزانېبشپړ شعر ولولئ

خزانې

عزت الله شمسزي

ته چې موسم غوندې ساعت کې بـــــــــدلېــــــــــدې جــــــانانه 
سهوه دې وکړه چې زما زړه ته راتلې جــــــــــــــــــانــــــــــانــــــــه 
 

زه که اغزى یم نو لمن دې رانــــــــــــه لــــــــــــــــــــــرې ســـــــــاتــــه 
که زه گلاب یمه وربـــــــــــل کــــــــــې بــــــــــــــه مې ږدې جانانه 
 

هېڅ پروانه کړي چې ســـپوږمۍاو لمر مې واک کې نه دي 
دا بــــــه وي ډېــــــــــره چــــــــــــــــــې زما دي ورځې شپې  جانانه 
 

ته لکه سيند يې ســــــــــم او غـــــــــــــر ستـــــــــا د ښکلا تابع دي 
خوښه دې خپله ده په کومه خوا چــــــــــې ځـــــــــې جــــانـــانــــــــه 
 

پوهېږم نه چې دا شهرت کــــــــــــــه رســـــــوايــــــــي ده زمــــــــــا 
هر چېرته شته زما د ميــــــنـــــې اوازې جــــــــــانــــــــــانـــــــــــــــــه 
 

شمسزى خـــــــــــړ پــــــــــــړ دى خـو په زړه کې مينه ډېره لري 
په خرابو کې پيـــــــــــدا کېـــــــــــــږي خــــــــــــزانـــــــــــــې جانانه 

دغم لمربشپړ شعر ولولئ

دغم لمر

عزت الله شمسزي

      لرې ولاړ وم د ورتللو په چل نه پــــــــــــوهېـــــــــــدم 
      رښتيــــــــــا بــــــــه وايمـه دښکلو په چل نه پوهېدم 
       

      فــــــــکر مې نـــه و سين د سترگو کې يې پرېوتمه 
      بيــــــــا نــــــــو تـــــــــــر ډېــره د وتلو په چل نه پوهېدم 
       

      ستا انتظار کې غلى ناست وم ستا په څېر نه ومه 
      زه د وعــــــــدې د مـــــــاتـــــــــولــــــو په چل نه پوهېدم 
       

      ته رانه لاړې زه دې داسې ځاى کــــــــې پرېښودمه 
      چېرته چې زه د اوسېدلو په چــــــــل نــــــــــــه پوهېدم 
       

      شمسزيـــــــه دې کـــــــلي کــــې هغه د غم لمر ومه زه 
      چې ماښام هم د پــــــــرېـــــــــــوتـــــلو په چل نه پوهېدم 

یه انځور ګرهبشپړ شعر ولولئ

یه انځور ګره

عزت الله شمسزي

یه انځور ګره وایه دا انځور به څنګه کاږې
زه چې په کومه ورځ
له کوره چېرې ووځمه
مور مې اوبه راپسې وشیندي
او وژاړي لږ
لاس په دعا وي دروازه کې
تر هغې ولاړه
چې یې له سترګو ښه پناه شمه
دکلي په کوڅو کې ورک شم
او انځورګره
وایه دا تصویر به چېرې مومم
ډېره موده پس چې د خپل کور
دروازې ته ورشم
خور مې له ډېرې خوښۍ چیغه کړي
او منډې وهي
له خندا شنه وي
تکه شنه وي راترغاړې وځي
د مور په سترګو کې مې
داسې خوښي وځلېږي
چې یې ښکلا ته شي تر ډېره
زما ژبه بنده
نو انځورګره وایه دا خوښي به چېرې مومم
چې هره ورځ یې خپلې خور
او خپلې مور ته یوسم!!

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عزت الله شمسزي

موږ خو په دې نیت نازول چې شي د کـــــــــــار وګړي
خدایه اوس کوم لوري ته لاړ شي دا وزګــــــار وګړي


څو کاله کېږي بلا وړي ترې ګلالي ســـــــــــــرونـــــــه
او لا په ځان هم خبر نه دي ددې ښـــــــــــــــار وګــــــړي


په دې مرګونو کړاوونو مو خوا یخــــــــه نـــــه شـــــوه
لږ خو مې پرېږدی ظالمانو په کــــــــــرار وګــــــــــــړي


د یار په مینه کې یې پړي پــــــــه لیـــمو ښـــــــــکلوي
داسې و‌طن دی دلته نه تښتي لــــــــــــه دار وګـــــــړي


شرنګ د بنګړو مې له سندرو سره مل کړه ښکـــــلیه
راویښوو به په ټپو او یــــــــــــــــکه زار وګـــــــــــــــړي


د مینې ښار کې مــــــــــوږ د کرکې لمبې چېرې ساتو
کــــه رانـــــه څنـــــــګ ته شي شمسزیه دا کفار وګړي

 

۱۵-۲-۱۳۷۹ لغمان

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عزت الله شمسزي

لارې کوڅې چې د خپل چم ورته اغزي ونـــــــــیسي
خود به دې ښاره څلور لارې لېـــــــونــــي ونیــــــسي


په څه به ورکړو نظر ماتی د مالت ښــــــــکلو تــــــــه
خدایزده که بیا د کلي دښــــتې سپېـــــــلني ونیسي


ډکې غولانځې چــــــې هــوسۍ راوړي کبلیو ته بیا
خدایه غر شین کـــړې چې لمنې یې پورګي ونیسي


موږ نه پوهېــــــــږو چې دا څنګه او له کومې راځي
خو هر ماښــام مو فضا ساندې او زګیروي ونیسي


سپرلـــــی بــــه هلته شي شمسزیه د خوښیو سپرلی
چې د جانان ټټر لونګ ځونډي ځونډي ونیســــــــي

 

۸/۲/۱۳۷۹ لغمان

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عزت الله شمسزي

نظر مــــې ستــــــــــا د اوربل سیوري ته پناه راوړله
دې لېوني د اجــــــــل سیــــــــوري تـــــــه پناه راوړله


له ژونده ستړی په هر ګام تر میـــــــکدې راغـــــلمه
ساقي ما ستا د محفل سیوري تـــه پــناه راوړلــــــه


یو څوک د ژوند پر لاره وړاندې لاړو بېـــرتـه راغی
دې ستړي هم د منزل سیوري ته پنــــــاه راوړلـــــــــه


زیاتي به صبر کوم ځان ته به دعــــــــــا کــــــــومــــــه
نور مې ددغه مورچل سیوري ته پنــــــــاه راوړلـــــه


ګودر کې نجونو ویل هغه لېونی شــــــاعـــــــرشـــو
هغه مین د غزل سیوري ته پنــــــــاه راوړلــــــــــــــــــه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عزت الله شمسزي

له لوړو غرو راپرېوځمه ښار تـــــــــــــه هـــــــــره ورځ
زړګی رسوم ستا د بڼـــــــــو وار تــــــــــــــه هـــره ورځ


مرګ پېژنم ددې وطن بېوزله شان مـــــــــرغـــــۍ یم
روزي پسې په منډه ورځــــــــــم دار تــه هـــــــره ورځ


راکاږي مې په خدای د زمانې مجــــــــــبوریتـــونــه
که نه زړه رانه تښتي چې ځم کــــــــار تـــــــه هره ورځ


په دې غواړي ماړه کړي جلوهلي هـــــــــــوســــونــــه
څه خلک پـــــورتـــه ځي د غرونو ښکار ته هره ورځ


دمینې تش یو زیـــــری دې پر شونډو را خور نه شو
دا څنګه ژبه جوړه کــــــــــــړې انکــــــــار ته هره ورځ

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عزت الله شمسزي

مات شي او رغیږي په خپل سر لکه وخـــــــتونــــــــه دي
دا څه بلا ښکلي دي، دا څه نـــــــازکـــــــــه زړونــــــــه دي


پېغله شولې پېغله؛ اننګي دې سره ګــــــــلونـــــــه شــول
سترګې دې او شونډې دې سپرغۍ شیندې اورونـه دي


بیا مې بېګاه شپه ستا د ښایست بازار لــــوټ کـړی دی
زه یې لېونی کړم د ځوانۍ یاغي خـــــــــــوبــــــــونــــه دي


سخت به دې وي زړه خو مینه کاڼي هم تراشــــلی شـــــي
وګوره د غره پر کاڼو څومره انـــــځــــــــــــورونـــــــــــه دي


راغلې په سندرو غرنۍ ویالۍ تـــــــــرکــــــــــــلي بـــــــیا

ښکاري پسرلی شو پر ځنګلونو بــــــــــارانــــــونــــــه دي


وپییه سیپۍ په مرغلین تــــــــارکـــــــــــــــې شمسزیه نن
ژوند یـــــوسمندر، غـــــم او ښــــادي په کې موجونه دي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عزت الله شمسزي

جانانه ژوند دی چا ته ژاړم چا ته وخــــــــــــانـــــدمـــــــه
تياره کې ناست يمـــــــــــه خپـــــــــــــه، رڼا ته وخاندمـه

 ستا د ښايست قدر به ياره دومره بـــــــــــس وي کـــه نه
چې ستا د هر ظلم بدل کې تاته وخــــــــــانـــــــــــدمـــــــه


دشپې شبنم غوندې اورېږم پر گــــــــــلونـــــــــــو باندې
سهارکــــــــې ستـــــــــورى شــــم فاني دنيا ته وخاندمه


چې ماته گوري لږ موسکۍ شــي سترگې مړې واړوي
زړه کې مې پټ د جــــــانـــــان دې جفـــا تــــــه وخاندمه


زموږ دکلي منځ ته راشي بـــــــل تـــــه لاس ورکــــــــوي
له ډېره غمه د يار دې سزا ته وخــــــــــــانـــــــــــــدمــــــــه


اوس درته لاس غزوم اوس د رحم ســــــــوال کــــــومـــه
له مجبورۍ دې هرقاتل ادا ته وخــــــــــــانــــــــــــدمـــــه