د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

میرمن ښاپېرۍ نغمه

د میرمن ښاپېرۍ نغمه پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

35 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

میرمن ښاپېرۍ نغمه

لکــــــه پــــــه شـــــګـــو کـې چـې پـاتې قدمونه شي

داسې مې ښخ د زړه په دښت د چا یــــــادونــه شــي

 

دلته دروغو سره ناستــه چاته څــــــه پـــــــتـــــــه ده

زما په روغ ګرېوان برسېره سره اورونـــــه شــــــي

 

که لیونۍ نه یم هوښیاره مې هم نه بولي څــــــوک

راته پیدا دځان په هکله څه سو چــــــونه شـــــــي

 

اوښکې مې راشي په لیمو بیا په بڼو وچې شــــي

چې په خندا مې د زخمي زړه پرهـــــارونه شـــــــي

 

ستا په وعده مې اعتبار دی خو شک راشي اشنا

راباندې تېر هر ځلې داسې قیامتـــونــــــه شــــــــي

 

بس دی نغمې نور له شعرونوو نه څه نه جوړېـــږي

بیا به یې څه کړې که نالو ستي کتابونـــه شـــــــي  

امریکا ۷ / ۳ / ۲۰۰۲

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

میرمن ښاپېرۍ نغمه

ســــــترګــــې دې اشــــنـــا کـــه نـــا شـــنا شـــولـــې

څـــــه وشــــوه  صـــنــــمــــه  بــــې وفــــا شــــولـــــې

 

زړه کـــــې تــــلـــوســـې مــې شـوې زخمي ، زخمي

نــــه   رغـــــېــــږي    خــــلـــکـــو بـــې  دوا  شــولـــي

 

نــــور مــــې د زړګـــــي ځـــــنـــې وتــــی نـــــه شــــې

اوس خــــــو تــــــه تا وان ګــــلــــه پــــه مـــا شــولې

 

مــــا دې  د قــــیــــا مـــــت  تـــمــــه  لـــر لـــه  خـــــــو

تـــــه رانـــــــه پـــــه دې دنـــــیـــا جــــلا شـــــولــــــې

 

اور دې کـــــــړو راپـــــــــورې پـــــــه بـــــــدن زمــــــا

  تــــه یـــــې   د لــــیــــدو پــــه تــــمــــا شـــا شولې

 

دابــــه مــــې احـــــساس د خــــوږې مــــینـــــــې وي

تــــا تــــه ښــــ-ېرا ګـــــانـــې چــــې دعــــا شـــولــــې

امریکا

۲۰۰۲/۲/۵

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

میرمن ښاپېرۍ نغمه

د ساحر اپردي په ځمکه

ستا تصویـــــرونــــــو ســـــــره لـــــــــوبـــــــــې کــــــوم

خـــپـــلـــــو زخـــمــــونــــو ســــــره لــــــوبــې کــــــــوم

نه یې رېښـــې نــــه یــــــې تــــــڼــــــۍ روغـــــــــې دي

د ګـــــــریوانـــــــو نـــــــو سره لـــــــــوبـــــــــې کــــــــوم

زه خوشحــــالـــــــــي دا ستــــــــا لپـــــــاره غــــــــواړم

تـــــــل د غــــــمـــــونـــــــو ســـــره لـــــوبــــې کـــــــــوم

د تقدیـــرونــــو بــــدلــــــــــول مــــــــــــې زده کـــــــړل

د تـــــــــدبـــېـــــرونـــــــو ســــــره لـــــوبـــــــې کـــــــوم

د « نــــغـــمــــــې» زړه شـــــولـــــو ســـــورې په اغـزو

د ســــــرو ګلـــــونــــو ســـــــره لـــــــوبــــــــې کــــــــوې

امریکا

۷ / ۱ / ۲۰۰۲

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

میرمن ښاپېرۍ نغمه

تــــا ویـــــل راځـــم جانانه مادې انتظار کړی دی

ستــــا دراتـــــلو مــې ترسهاره پورې څارکړی دی

ولې رانـــغــــــلې دروغـــــجنـــه دچمـــن دنــــنـــه

څومره مې سُور دزړه په وینو لا له زار کـړی دی

پکې خرڅیږي دجانان خـــواږه ، خـــواږه یادونه

جوړ مې دننه په ګوګل کې دا بــــازار کــــړی دی

دا ستا په څیر بې وفــــا نــــه یـــم زمــا خوږه یاره

ما درقیب له قصـــده تــاته نن سینګار کړی دی

ستا دراتلو دانتظار یوه سلــــګۍ پـــاتــــې یـــم

بیا په درغجنو وعدو ما چـــې اعتـــبارکړی دی

ستا دارمان ډولۍ خو ګوره چـې په کاڼو ولــــي

ساده « نغمې » تاپه رقیب ګومان دیارکړی دی

۱۸  / ۶ /  ۲۰۰۲ امریکا

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

میرمن ښاپېرۍ نغمه

تـــــــوره تــــیــــاره شــــــوه یــــــاره  څـــــه بــــــه کوو

بـــــــیا راخــــــوره شــــــو ه   یـــــــاره څـــــه بــــه کوو

 

غــــــواړي  وربــــــل بــــــه مــــــې ګـــــلونـــــه لـه مـا

با غــــچــــه خــــــاره شـــــوه یاره څــــــه بـــــه کــــوو

 

که مــو د زړونـــــو  دا معـــــصــــو مـــــه میـــــنـــــه

چــــاتـــــه  ښـــــکــــاره شـــــوه یـــــاره څــه بــــه کوو

 

د نــــاوېــتـــــوب  د وخـــــت هېــــــنـــــداره زمــــــا

ذره،  دزه  شـــــــــوه  یــــــــــــاره   څــــه  بــــه  کــــــوو

 

لـــــــــه دې بـــــــې  ســـــتورو شــپـې نه جوړه د غم

څـــــه مـــظــزه شـــــوه  یــــــــاره څــــه بــــــه کــــــــوو

 

زمــــا پـــــه زړه کــــــې ستــــا د مینـــــې « نغمه  »

پــــه وينو ســـره  شـــــوه یـــــاره څـــــه بـــــه کــــو و

اسلام اباد پا کستان

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

میرمن ښاپېرۍ نغمه

وریځــــې ، وریځــــــې  پــــــاس اســـــمــــــــان دی 

څــــــــــــــه مېـــــــده  مېـــــــــده ، بــــــــــــــاران   دی

پــــــــه ژړا مـــــــــــــې ستــــــــــــر ګې سرې شـــــوې

لوند په  او ښـــــکو مــــــــې ګــــــــریـــــــــــــوان دی

بیا ر هبـــــــر جــــــنــــــګ تـــــــه لــــــيـــــــږ لـــــــــی

ســــــــــــاده د ښــــــــتـــــــــــــو کـــــــــــــــې روان دی

لېــــونـــــــــــــــي پــــــــــکـــــــې نــــــــڅــــيــــــــــږي

د لــــــیـــــــلا مــــــجـــــــنـــون بــــیـــــــا بـــــــان دی

د خپل ورور و ينــــــــــې يـــــــــې تــــــوی کــــــــړې

مــــــاتـــــــه  ښــــــکاري کــــــــوم افـــغـــــــــــان دی

مــــــصـــــور يـــــــې چـــــــــې خــــــالــــــــــــــــق دی

ځـــکــــــه  ښــــــــــکلــــــــی دا جــــــــــهــــــــــان دی

چـې و طــــــــن پــــــســـــــــې ځـــــــــــــور يـــــــــــږي

د« نغـــــمــــــــــــــې» د    زړه   ارمــــــــــــــــان    دی

۲۰۰۱/۲/۲۲

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

میرمن ښاپېرۍ نغمه

واخلـــــه چـــــې داغونــــــه در پېـــــــــرزو کــــــړمه

خپل دمخ خالو نه در پـــــېـــــــــرزو کـــــــړمــــــــــه

 

 ستا په ما پېـــرزو دي ګــــــنــــــا هو نــــــــه خـــــــو

زه به ثــــــوابو نـــــــه در پېـــــــــرزو کـــــــړمـــــــــه

 

تا ته مینه ټــــو کـــــــه ښــــــکار ېـــــــــده اشنــــــــا

ګــــــوره چـــــــې اورونه در پېــــــــرزو کـــــړمــــــــه

 

 ته مې دوز خي شیخه پـــــه څــــــه بـــــــولــــــــې ؟

راشـــه جنتــــــــــو نه در پـــېـــــرزو کــــــــړومـــــــــه

 

بیــــــا بـــــه دې په سترګو اوښکې ځـــــي راځـــــي

داسې بـــه غمونـــــــه در پېـــــــرزو کــــــــــړمــــــــه

  ا مریکا

۲۰۰۲/۹/۱۳

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

میرمن ښاپېرۍ نغمه

داشنــــا پســــــې مـــــې ګرځم په میرو کې

رانـــه ورک شو په پردو، پردو کوڅو کې

په سینه کې مې دنـــنـــه دومره شــــوردی

لکه مــــوج وي دساحـــــل په کنـــــارو کې

په یــــــو وخت به یې بادونه رابر سیر کړي

سره لعلونـــه دي پټ شوي په ایرو کــــــې

ستا تپوس رانه کــــوي ښایسته ګلــــونه

کله ، کله چې ګرځیــــږم په باغچـــــو کې

ته مې وژنه وبل چاته مـــې مـه سپــــاره

چې دې پاتې شم اشنا په خاطرو کـــــې

په قبــرونو بلـــوي ډیــــــوې داوښــــکو

« نغــــمه » ګــوره کله ، کله هدیرو کې

۱۶ / ۴ / ۲۰۰۲ امریکا

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

میرمن ښاپېرۍ نغمه

جانانه بیا دې اورېـــــــدلــــې دي د چــــــا خــــبــــــرې

راته لګیـــــا یې چې کوې دا بې حیــــــا خــــــبـــــــرې

په تا مین زړګی مې نه اوړي له تــا نـــه اشـــــــــنـــــــا

راځه چې وکړو د یوســف او زلیخــــــا خـــــبــــــــــرې

سترګې دې سرې کاسرې لمبې مې په بدن پورې کا

بس دی نور پرېـــــږده د دوزخ او د مـــــــلا خبـــــــرې

په ننواتو مې د مینې ته پـخلا نــــــه شــــــــولـــــــــې

په زړه دې څه دي راته ووایــه صفـــــــــــا خـــــبــــــرې

په محبت کې بدنامي وي بل څه نــــه وي  اشــــنــــــا

زه پرې شرمېږم چې کوې راتــه د غــــــــلا خبـــــــــرې

ز ما په لاس کې ده امسا تل په تیارو ګــــرځــــمـــــه

ړانده ته مه وايـــــــــه د ورځـــــــې د رڼــــــا خـــبـــــرې

شو مازیګر منګې مې وایې چــې جانان ته به ځـــــو

« نغمې» ته وکړه د ګودر او جـــــــلالا خــــــــبــــــرې

امریکا

۶ /۶ / ۲۰۰۲

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

میرمن ښاپېرۍ نغمه

تـــــــــه چــــــې مې د زړه د لارې مل شولې

داسې راته ښکاري چې مې غل شــــو لي

 

ستړې یم د مه مې کړه راوا مې خـــلـــــــه

ولې مې د ليـــرې لار مزل شــــــــولـــــــې

 

زه دې کړم لمبه اېــــــره، ایــــره شــــولـــم

بل مې د زړګي په شیش محل شــولـــــې

 

ای زما د مينې ارمـــــانـــــو بــــا غـــــــــه

څنګه د تېرو اغـــــزو ځنګل شـــولـــــــې

 

ستا قاتل نظر ته چــې مـــــې و کتــــــــل

ګوره څه بې وخته شان اجل شــولـــــــې

 

څوک دې د« نغمې» نه بېلوی نــه شي

ته مې په تندي لیک د ازل شـولــــــې

جرمني

۲۰۰۲/۸/۷