افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
تــــا ویـــــل راځـــم جانانه مادې انتظار کړی دی
ستــــا دراتـــــلو مــې ترسهاره پورې څارکړی دی
ولې رانـــغــــــلې دروغـــــجنـــه دچمـــن دنــــنـــه
څومره مې سُور دزړه په وینو لا له زار کـړی دی
پکې خرڅیږي دجانان خـــواږه ، خـــواږه یادونه
جوړ مې دننه په ګوګل کې دا بــــازار کــــړی دی
دا ستا په څیر بې وفــــا نــــه یـــم زمــا خوږه یاره
ما درقیب له قصـــده تــاته نن سینګار کړی دی
ستا دراتلو دانتظار یوه سلــــګۍ پـــاتــــې یـــم
بیا په درغجنو وعدو ما چـــې اعتـــبارکړی دی
ستا دارمان ډولۍ خو ګوره چـې په کاڼو ولــــي
ساده « نغمې » تاپه رقیب ګومان دیارکړی دی
۱۸ / ۶ / ۲۰۰۲ امریکا