افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
لکــــــه پــــــه شـــــګـــو کـې چـې پـاتې قدمونه شي
داسې مې ښخ د زړه په دښت د چا یــــــادونــه شــي
دلته دروغو سره ناستــه چاته څــــــه پـــــــتـــــــه ده
زما په روغ ګرېوان برسېره سره اورونـــــه شــــــي
که لیونۍ نه یم هوښیاره مې هم نه بولي څــــــوک
راته پیدا دځان په هکله څه سو چــــــونه شـــــــي
اوښکې مې راشي په لیمو بیا په بڼو وچې شــــي
چې په خندا مې د زخمي زړه پرهـــــارونه شـــــــي
ستا په وعده مې اعتبار دی خو شک راشي اشنا
راباندې تېر هر ځلې داسې قیامتـــونــــــه شــــــــي
بس دی نغمې نور له شعرونوو نه څه نه جوړېـــږي
بیا به یې څه کړې که نالو ستي کتابونـــه شـــــــي
امریکا ۷ / ۳ / ۲۰۰۲