د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
میرمن ښاپېرۍ نغمه شعرونه

غزل

د ساحر اپردي په ځمکه

ستا تصویـــــرونــــــو ســـــــره لـــــــــوبـــــــــې کــــــوم

خـــپـــلـــــو زخـــمــــونــــو ســــــره لــــــوبــې کــــــــوم

نه یې رېښـــې نــــه یــــــې تــــــڼــــــۍ روغـــــــــې دي

د ګـــــــریوانـــــــو نـــــــو سره لـــــــــوبـــــــــې کــــــــوم

زه خوشحــــالـــــــــي دا ستــــــــا لپـــــــاره غــــــــواړم

تـــــــل د غــــــمـــــونـــــــو ســـــره لـــــوبــــې کـــــــــوم

د تقدیـــرونــــو بــــدلــــــــــول مــــــــــــې زده کـــــــړل

د تـــــــــدبـــېـــــرونـــــــو ســــــره لـــــوبـــــــې کـــــــوم

د « نــــغـــمــــــې» زړه شـــــولـــــو ســـــورې په اغـزو

د ســــــرو ګلـــــونــــو ســـــــره لـــــــوبــــــــې کــــــــوې

امریکا

۷ / ۱ / ۲۰۰۲

د شاعر نور شعرونه ←