افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
داشنــــا پســــــې مـــــې ګرځم په میرو کې
رانـــه ورک شو په پردو، پردو کوڅو کې
په سینه کې مې دنـــنـــه دومره شــــوردی
لکه مــــوج وي دساحـــــل په کنـــــارو کې
په یــــــو وخت به یې بادونه رابر سیر کړي
سره لعلونـــه دي پټ شوي په ایرو کــــــې
ستا تپوس رانه کــــوي ښایسته ګلــــونه
کله ، کله چې ګرځیــــږم په باغچـــــو کې
ته مې وژنه وبل چاته مـــې مـه سپــــاره
چې دې پاتې شم اشنا په خاطرو کـــــې
په قبــرونو بلـــوي ډیــــــوې داوښــــکو
« نغــــمه » ګــوره کله ، کله هدیرو کې
۱۶ / ۴ / ۲۰۰۲ امریکا