د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

میرمن ښاپېرۍ نغمه

د میرمن ښاپېرۍ نغمه پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

35 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

میرمن ښاپېرۍ نغمه

چا ته درمان چا ته طبیـــــــــــب شولې

تندر په کور زما غریــــــــــــــب شولې

 

زړه راته وایي چې ځان وســــــــــېزمه

ښکلیه دا ته چې د رقـــــیب شـــولې

 

اوس به دې چېرته ګر ځوم ځان سره

ستړیه شي غلي سوې ،سوې نارې

 

که مې د زړه د درد حـــــبیب شولې

چاته به بیا سترګې نغمـــــــه اړوي

ته که د بل سره قــــریـــــــب شولې

د شپې دوه بجې

جرمني

۲۰۰۲ \ ۹ \ ۲۹

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

میرمن ښاپېرۍ نغمه

تـــا چـــــې جــــــفــــا مـــا چـــې وفـــــا واخـــېسـتـــه

تـــــــه کــــړه خــــــنــدا مــــا خــــو ژړا واخـــېــستـــه

 

کــــــو څـــــه دې ټــــو لــــــــه لـــیـــونـــــو ونـــیـــــوه

ځــــکـــه مـــــې لاره د صــــحــــــــرا واخــــــېــســـته

 

پـــــه ســــور اڼـــګــــار مـــې سوزېدل خوښ شولو

اوس مــې د زړه ځـــنـــــې رضــــا  واخــــــېســـتـــــه

 

تــــا تـــــه چې مـــیـــنه شـــــوه بــــــې قــــــدره زمــــا

وخــــــت نو خــــوښــــي ځـــکـــه له مــا  واخــېسـته

 

چـــــــې پښــــــــتو هیــــره تــــرې حــالاتـــو نــــــکړه

مــــا د نـــــغــــمـــــې د سر بــلا  واخــــــــــېســـــتــــه

اسلام اباد  پاکستان

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

میرمن ښاپېرۍ نغمه

جانــانــــه حال مـــــــې دویــــــلـــــو نـــــه دی

زخـــــمــــي زړګـــــې مــــــې دکتـــلو نه دی

 

زه یې په تــمـــه دوصــــال پـــــاتــــې یـــــم

کــــنــــه داوخـــت دتـــیــــرولــــو نــــه دی

 

څومــــره شوخي یې وه په سترګو کې نن

ځـــــــکه مــــې زړه دصبــــرولــــو نــــه دی

 

دلیونــــي جـــانــان  تــار ، تـــار ګـــریوانه

وربــــل زمــــا هــــم د اوبـــــدلـــو نــــه دی

 

"نــــغــــمــې" ته  نه  ښــــکاري نڅا دنیشو

ســــاقي دا جــــام خــــو دې د څښلو نه دی

جرمني

۲۰۰۲ /۹ /۲۳

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

میرمن ښاپېرۍ نغمه

جوړ نه   شو نا ســـور زخم هـــغســـې دی

نه   کوي  کـــرم صنــــم هــــغـــســــې   دی

څومره   پیــــمــــانــه  چـــــې  پــه  سر اړوم

ماته  دې  جانانه  غـم هــــــغـــــســــې  دی

داڅه سپین سترګـــــي ده چې یې ته کوې

ماته دې وعـــــدې قســــم هـــغـــســـې دی

بیا دې درقـــــیــــب ســــــره ســــلا وکــــړه

مـــــاتــــه دې پــــه زړه کـــــې چم هغسې ده

پرې مې ږده پلو چــــــې پــــه مــــــخ واړوم

نه وچیږي سترګې نــــــم هـــــغــــســـې دی

کاږم تصویرونــــــــه پــــرې دمــــینــــــې زه

ګوره لاس کې مې قلـــم هـــــغــــــســـــې دی

زما یې دزړګي ویــنـــــې راوچـــــې کــــــړې

لادزمانــــــــې ســـــتـــــم هـــــغـــســـــــې دی

نه ګورو" نـــــغـــمـــــې" ځــــــکه یو بل پکې

کلي زمــونـــږ تــــورتــــم هـــــغــــســــــې دی

دمونشن په لاره    جرمني

۲۰۰۲      /   ۹   / ۸

دکابل په یادبشپړ شعر ولولئ

دکابل په یاد

میرمن ښاپېرۍ نغمه

خوار نصیب او مجبورۍ کړمه پر دیسه

ګران وطن ته مې نسیمه سلام  ویوســه

چې زما دزړه هینداره شــولـــه مــــاتــــه

هم له ځان هم له جهان شومـــــه مایوسه

*  *   *  *             

که څـو غلو نه وای ورانکړی تــــه کا بله

ډیــر وې ښکلی له لندن او له پــــــاریسه

دکنــړ سیند مې ګــــلان دوربــــل دروړل

ابا سین کې یـــې پښتـــــونـــــه یاره نیسه

 

ځوروې مې ته احساس او مـــینــه دواړه

نه زړیږې د" نغمــې " دغــــم کـــمـــیســــه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

میرمن ښاپېرۍ نغمه

لکه کشتۍ چـــې دڅپــــــو سره ځـــي

زړګې مې داسې دغمـو ســـــره ځـــــي

زړګیه ! هیر یې کړه چې هیر یې کړلې

څــــله دې اوښـــکې د جــرګو سره ځي

زمـــــا تـــــو بې دمــــاتـــــولـــو نـه وې

اوس دجــــامــــوو دپیـالو او سره ځي

ماخو دانه منل چــــې ستــــا ومخ تــــه

خــــال دتنـــــدي بـه له سجدو سره ځي

څنګه دمینې په تور نـــه بــه وي تــــور

شرنګ دبنګړو لــــه زولنــــو سره ځي

ستا په خندامې دزړه غـــوښـــې اشنا

قسم په خدای چې له چړو ســــره ځـــي

نه پاتې کیـــږي تر سهـــــاره شمعـــــې

تــــتـــه رڼـــــا دې لــــه سلګو سره ځي

مینـــــه کــــول خــــو څـــــه اسانه نه ده

« نغمې » ته ګوره لیونو ســــــره ځـــي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

میرمن ښاپېرۍ نغمه

ستا خواږه یادونه راپـــــــه زړه کـــــــړمــــــه

څه تر خه غمونه پرې خـــــــواږه کـــــړمــــــه

ته چې راته وایې چې زه ســـــتـــــا یـــــمــــه

ستا په دې خبرو بـــــه زړه ښه کـــــــړمــــــه

زه خو دې دمینـــــې مینـــــــه والـــــه یـــــم

دا پاتې دنیـــــا ده دابــــــه څـــــه کـــــړمــــه

داچې مې قبله دستا پــــه لـــــوري شـــــوه

کله به سجده په لــــمر خاتــــه کــــــړمــــــه

تابه لیـــونی دخپـــلــــې غــــیــــږې کــــــړم

دامې یــــو ارمان دابــــه پـــوره کــــړمـــــــه

راشه چــــــې په ویـــښــه ســـــره وویـــــنــــو

څو پـــــورې خیالو کې دې اوده کـــــړمــــه

زړه مـــــې درته راوړو داختــــر پـــه شــپــــه

ښه بــــــه دې لاســــونه پکې ســــره کــــړمــــه

نه غـــــیـــږه ډولۍ راتــه راخــــلاصـــه کــــــړه

زه بــــــه دې نو نــــاوې پـــه کـــالــه کــــړمـــــه

زما شهیـــــــد صورت کـــه ورتــــه ورغـــــلو

سره به مې پـــــه ویـــنـو هـــــدیـــره کـــړمـــــه

مه ځه د" نغــــمــــې" له نظر چــیــــرتــــه تــــه

زه به دې په سترګـــــو کــــې رانجه کــړمـــــــه

فرانکفورت  جرمني 

۲۰۰۲  /۷ /۸

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

میرمن ښاپېرۍ نغمه

خاورې په سر څیرې ګــــریــــوان راغــلمه

زه چې په سیمه دجــــانـــان راغــــلــــمـــــه

 

سترګې مې اوري په زړه وریــځې ګرځي

چې دې غوښـــتـــلمــــه بـــاران راغـــلمــه

 

ستـا دکوڅـــــې دنــــفـــرتـــو ســــر ه ځــــم

کلی خبر کړه چې طــــوفـــان راغــــلـــمـــه

 

تا به پتنګ غــــونــــدې پـــرې وســوزوم

زه چې لمبــو ته دهـــجــران راغـــــلــــمــــه

 

کړې ما "نــــغــــمې "ډیــــوې داوښکو بــلې

جـــوړ هدیـــرې تـــــه دارمـــان راغــــلمـــه

جرمني

۲۰۰۲ / ۹ / ۳

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

میرمن ښاپېرۍ نغمه

چې وم خوشاله څومره خپل وطن کې

هومـــــره خپه یم اوس په بل وطن کې

 

نــــسیمـــــــه یوسه زما اږښکې ورته

کرلي ما نـــــــــرګس سنبل و طن کې

 

کړمه پردېسه امریــــــــکا ته نصیب

ماوې چې زه به یمه تل وطن کـــــــې

 

د کندهار غوندې ډیر ګران دی په ما

زخمي ، زخمي ښکلی کابل و طن

 

لیدل پــــــــه خوب کې جنتونه نغمې

په خپل جانانه ، جانان او ګل وطن کې

امریکا

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

میرمن ښاپېرۍ نغمه

پـــــــــــــــــــه لیـــــــــــرې، لیرې  وطنو پریوتم

جانانه ستا په قــــــــــدمــــــــو پـــــــــــــــریوتم

 

داستا هجران مې زړه نـــــــــــــــــرس کړ داسې

لــکه د اوښکو پـــــــــر بڼـــــــــــو پـــــــــریوتم

 

تــــــــا مې اوږدې کــــــــــــړې د مزلونو لارې

زه دې په لـــنـــــــډو فـــــــا صلو پـــــــــــــریوتم

 

چـــــــــــې ستا غـــــمونه ورته راغلل اشــــــــنا

څنګه له ناز او لــــــــه نخـــــــــرو پــــــــــــریو تم

 

راغلـــــــم د زور له خاونـــــــــــــــدانو نــــــــه زه

ربـــــــــــه زه تـــــــــــاته په ســــــــــــجدو پریوتم

د مونشن په لاره  اور ګا ډي کي \جرمني

۲۰۰۲ \ ۹ \ ۸