افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
لکه کشتۍ چـــې دڅپــــــو سره ځـــي
زړګې مې داسې دغمـو ســـــره ځـــــي
زړګیه ! هیر یې کړه چې هیر یې کړلې
څــــله دې اوښـــکې د جــرګو سره ځي
زمـــــا تـــــو بې دمــــاتـــــولـــو نـه وې
اوس دجــــامــــوو دپیـالو او سره ځي
ماخو دانه منل چــــې ستــــا ومخ تــــه
خــــال دتنـــــدي بـه له سجدو سره ځي
څنګه دمینې په تور نـــه بــه وي تــــور
شرنګ دبنګړو لــــه زولنــــو سره ځي
ستا په خندامې دزړه غـــوښـــې اشنا
قسم په خدای چې له چړو ســــره ځـــي
نه پاتې کیـــږي تر سهـــــاره شمعـــــې
تــــتـــه رڼـــــا دې لــــه سلګو سره ځي
مینـــــه کــــول خــــو څـــــه اسانه نه ده
« نغمې » ته ګوره لیونو ســــــره ځـــي