د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
میرمن ښاپېرۍ نغمه شعرونه

غزل

خاورې په سر څیرې ګــــریــــوان راغــلمه

زه چې په سیمه دجــــانـــان راغــــلــــمـــــه

 

سترګې مې اوري په زړه وریــځې ګرځي

چې دې غوښـــتـــلمــــه بـــاران راغـــلمــه

 

ستـا دکوڅـــــې دنــــفـــرتـــو ســــر ه ځــــم

کلی خبر کړه چې طــــوفـــان راغــــلـــمـــه

 

تا به پتنګ غــــونــــدې پـــرې وســوزوم

زه چې لمبــو ته دهـــجــران راغـــــلــــمــــه

 

کړې ما "نــــغــــمې "ډیــــوې داوښکو بــلې

جـــوړ هدیـــرې تـــــه دارمـــان راغــــلمـــه

جرمني

۲۰۰۲ / ۹ / ۳

د شاعر نور شعرونه ←