د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
میرمن ښاپېرۍ نغمه شعرونه

غزل

جانــانــــه حال مـــــــې دویــــــلـــــو نـــــه دی

زخـــــمــــي زړګـــــې مــــــې دکتـــلو نه دی

 

زه یې په تــمـــه دوصــــال پـــــاتــــې یـــــم

کــــنــــه داوخـــت دتـــیــــرولــــو نــــه دی

 

څومــــره شوخي یې وه په سترګو کې نن

ځـــــــکه مــــې زړه دصبــــرولــــو نــــه دی

 

دلیونــــي جـــانــان  تــار ، تـــار ګـــریوانه

وربــــل زمــــا هــــم د اوبـــــدلـــو نــــه دی

 

"نــــغــــمــې" ته  نه  ښــــکاري نڅا دنیشو

ســــاقي دا جــــام خــــو دې د څښلو نه دی

جرمني

۲۰۰۲ /۹ /۲۳

د شاعر نور شعرونه ←