افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
چې وم خوشاله څومره خپل وطن کې
هومـــــره خپه یم اوس په بل وطن کې
نــــسیمـــــــه یوسه زما اږښکې ورته
کرلي ما نـــــــــرګس سنبل و طن کې
کړمه پردېسه امریــــــــکا ته نصیب
ماوې چې زه به یمه تل وطن کـــــــې
د کندهار غوندې ډیر ګران دی په ما
زخمي ، زخمي ښکلی کابل و طن
لیدل پــــــــه خوب کې جنتونه نغمې
په خپل جانانه ، جانان او ګل وطن کې
امریکا