د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
میرمن ښاپېرۍ نغمه شعرونه

غزل

جوړ نه   شو نا ســـور زخم هـــغســـې دی

نه   کوي  کـــرم صنــــم هــــغـــســــې   دی

څومره   پیــــمــــانــه  چـــــې  پــه  سر اړوم

ماته  دې  جانانه  غـم هــــــغـــــســــې  دی

داڅه سپین سترګـــــي ده چې یې ته کوې

ماته دې وعـــــدې قســــم هـــغـــســـې دی

بیا دې درقـــــیــــب ســــــره ســــلا وکــــړه

مـــــاتــــه دې پــــه زړه کـــــې چم هغسې ده

پرې مې ږده پلو چــــــې پــــه مــــــخ واړوم

نه وچیږي سترګې نــــــم هـــــغــــســـې دی

کاږم تصویرونــــــــه پــــرې دمــــینــــــې زه

ګوره لاس کې مې قلـــم هـــــغــــــســـــې دی

زما یې دزړګي ویــنـــــې راوچـــــې کــــــړې

لادزمانــــــــې ســـــتـــــم هـــــغـــســـــــې دی

نه ګورو" نـــــغـــمـــــې" ځــــــکه یو بل پکې

کلي زمــونـــږ تــــورتــــم هـــــغــــســــــې دی

دمونشن په لاره    جرمني

۲۰۰۲      /   ۹   / ۸

د شاعر نور شعرونه ←