د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

شهسوارسنګروال

د شهسوارسنګروال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

شهسوارسنګروال په ١٩٥١م کال دلغمان په ښکلی او شاعرانه سيمی دسنګر په کلی کښې زيږيدلی دی٠ لومړنۍ زده کړې يې دسنګره په ښوونځی او بيا ١٩٦٩ کال د روښان ليسې څخه فارغ شو٠ عالی تحصيلات يې دادبياتو او بشری علومو په څانګو کښې بشپړ کړل لومړی يې دتاريخ څانګه او بيا يې د
ادبياتو پوهنځی ولوست٠سنګروال نيازی دښوونې او روزنې ، راديوتيلويزون( T.V)، اطلاعات او کلتور، ودانولو چارو ، دلوړو او مسلکې زده کړو په
وزارتونو کښې رسمی دنده اجرا کړی ده. په ١٩٩٢ کال پيښور ته راغی لومړی يې داحمدشاه بابا په نوم ليسه جوړکړه او بيا يې په ١٩٩٣ کال داحمدشاه ابدالی پوهنتون تاسيس کړ او د پوهنتون درياست چارې په غاړه شوې٠ په لندن کې دافغان ادبي جرګې تاسيس او مشري، د 'شمله' فرهنګي مهالنی تاسيس او مشري چاپې اثار يې دادی : شمله،هوسۍ او کيږدۍ،دشبنم ښيښه، دنکريزو پانه،دډرامې تاريخ او فن،مساپر،  دسپين غر لپاسه څانګه
، دپښتوادبياتومعاصرتاريخ  ، دتاريخ په تله کې او دتاريخي جغرافيې څرنګوالی.

 

ګـــــل اوســـــــې وطنـــــــه چنــــــــــــارونـه دې شمله شمله

څانګې دې غونچې غونچې ګــــــلونـــــــه دې شمله شمله

بیـــــا دې سردرو کــــې د تـــــــاوس بڼــــــکـــــې وځــــــــلو

مسته دې ځـــــوانــــي شــه نــښـــتـــرونـــه دې شمله شمله

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

48 خپاره شوي شعرونه

څو سکروټېبشپړ شعر ولولئ

څو سکروټې

شهسوارسنګروال

یو څو پیغلو یو څو اوښکې

دښایسته سترګو ډالۍ یې

دنازک زړګي له تله

له سکروټو جوړې اوښکې

په پلو کې وې راوړې

یو ترخه شانتې موسکا یې

په لمبه لمبه لیمو کې

پټیدله، ژړیدله

دځوانۍ مسته نیشه یې

غملړلې وه په اوښکو

دښکلا دغرور څلې

په سپیرو خاورو ایرو کښې

راپریوتې وو په ځمکه

او دانه وانه څو څانګې

دګلڅانګو یو څو څاڅکي

یو څو سپینې مرغلرې

په پلو کښې وې راوړې

دګریوان یو څو تړانګې

په لاسو کې وې نیولې

دګیلو یوه بو خڅه یې

زړه کې پټه وه ساتلې

چې نږدې شوه ، شوه په منډه

دښایسته پیغلو سر میره

ډک پلو یې له سکروټو

چې زخمي زخمي سینې ته

ټینګ نیولې وو په لپو

په یو څلي یې چپه کړ

دشهید لالي په قبر

۳۰  /  ۸ / ۲۰۰۰ لندن

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شهسوارسنګروال

یو ورځ به ګورې چې دا پاس اسمان لوګــــی لوګـــــــی شي

داستا ښکلاته دهرچـــا ایمــــان لوګـــــی لوګـــــی شـــــي

دشیـــــخ توبو باندې کاواکــــــه ایمـــــان نــــه ټینـــــګیږي

چې ځوانې مینې ته زاړه صو فیان لوګـــــی لوګــــی شــي

توبې نسکورې شي چې جام په لپو ډک کــــړي جــــانــــان

قسمت بدل ، زړګی لمبــــه او ځان لوګـــی لوګـــــی شــــي

څنګه وادې دي چې ماتیږي ایمـــان سر پـــــکې خــــوري

شمه بلیږي پتنـــــــګان خواران لوګــــــی لوګـــــی شـــــي

غماز دروغجن دی چې دځان لاپې پــــه ســــــر ماتــــوي

خپله چړ چې کړي چې دبل ایمان لوګی لوګــــــی شـــــي

غم دهجران ، غم دوطن  غــــم مـــې دښکلــــي جــــانـــان

دومره غمو کښې به داستا جانان لوګــــی لوګـــی شــــي

سپوږمۍ او ستوري سپین لمر چې ورته سر ښکته کړي

دخدای لوی حسن ته به سپین قرآن لوګـــی لوګــی شــــي

چې په باغچو کښې « سنګرواله » بلبل نـــه چـــــغیـــــږي

قلم ایره شي او دشعر دیـــوان لوګـــــــی لوګـــــــی شـــــي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شهسوارسنګروال

پیــــــښـــــو دحـــــــالاتـــــو مې اختر وخوړ

غـــــم دبیلتــــــانــــــه مې خوږ ځیګر وخوړ

دا خبــــــر رښتــــــیا شــــــوه دلته مینه مري

ځـــــکه زمــــــونـــــــږ میـــنې دلته سر وخوړ

هغه چنګ اوربل چـــــې جـــــل وهلـــــی دی

درد دمنـــــګو ټــــیــــــو یـــــې ګــــــودر وخوړ

ښــــکلو نه نــــازونه چــــا غـــــلا کـــــړي دي

ځـــــکه چـــــې دمینـــــې زړه خنـــجر وخــــــوړ

ګل دپســـــرلـــــــي چــــــې ژمــــي ومـــــــــروړه

وریځــــو پــــه رڼـــــــا ورځـــــې لمــــر وخـــــوړ

شمې ځوانیمرګې شـــــوې پــــــه دار شــــولې

شپې ورنه دنر غــــوندې سهــــــــار وخــــــــوړ

کله چــــــې غمـــــاز شیـــــــــخ ته ورغــــاړه ســــو

هم یې تــــــرې کعبـــــه هم یې ساغــــر وخــــــوړ

داڅنګه حالات دي چې ننګونــــه خـــــوري

هم یې ستر شمشاد هــــم یې خیبــــر وخوړ

هــــم دمیــــړنیــــو میندې بـــــورې شـــــوې

هلتــــه یې خوشحال دلته یې اکبــــــر وخوړ

څنـــــګه دې کمــــڅو کې ګلان نه ټومبې

نـــــه چـــــې دې حــــــالاتـــو ستا اثر وخوړ

چـــــادرتــــــه لونـــــګ وینــــــو کې وکرل

هــــم یـــــې درنــــه بــــڼ هم یې کوثر وخوړ

هلتـــــه چـــــې دځــــوان  شمله ول ول شوله

تانه یـــــې دتــــورو زلفــــــو غـــــر وخــــوړ

مونږ که خوري حالات هم مونږ خوړلي دي

مونږ هم سکندرغوندې لـــوی ســـر وخـــوړ

داچــې مـــې اتــــل دغـــــلو پـــــه لاره ځـــــي

ګوره چــــې اغیارو تــــــرې سنــــګر وخـــــوړ

 غزلبشپړ شعر ولولئ

 غزل

شهسوارسنګروال

څه نیشه لیونۍ شپه ده چې نیشې په کښې ما تیږي

ستا دسپینې خولې ذکات چې توبې په کښې ماتیږي

دتــــوبو لیـــــونـــي ګـــوره نــــن یې سل توبې ایستلي

دهمــــدې تو بــــو له پاسه پیمانې په کښې ماتیــږي

داد هــــرې تـــــوبې شاتـــــــه د ذاهــد د ریا شمـــیر دی

هــــره شپـــه د تنکۍ حورو خزانې په کښې ماتیــــــږي

دګـــریوان تړانګې شمیره دشیخانو په غوبل کـــښــــې

دچا لاس دچا تندی دی هم پښــــې په کښې ماتیــږي

غلام ستړی له توبو شو اوس یې بل ګناهګار وموند

څــــه دکفـــــر فیصـلې دي چې قبلې په کښې ماتیږي

دحیــــا بي بي  سرتوره حورې کونډې شوې حرم کښې

پـــــه اغیار داختر شپه ده چې روژې په کښې ماتیږي

شکــــر مینــــه بوره نــــه شوه  بیا به بل پسرلی راشي

داوطن دلیونودی سرې غرمـــــې په کښې ماتیـــــږي

دا شـــــډلې پېـــــړې پېــــــړې  دپښتون دپښــــو تلــــــې

داغــــزو وســــه پـــــرې نه شي  زولنې په کښې ماتیږي

لیونو لاسونه اوږد کــــړل فلـک نیسي له ګریــــوانـــــــه

نن که ورځ په کښې ماتیږي سبا شپې په کښې ما تیږي

دشیخانـو په لاســــــــو کې غــــاړکۍ دي سنــــــګروالــــه

سپینې سپینې مرغلرې که تسبې پـــــه کښـــــې ماتیــــږي

۲۶  /   ۹  /   ۱۹۹۹ لندن

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شهسوارسنګروال

اسمـــــان په کاڼـــــو ولي او هلال ویده ویده دی

عــــذاب ورته څــــه نه وایي اوبال ویده ویده دی

څو ښکلې ملایکې دکیږدۍ حرم کـــې ناستــــې

له مخ نه یې شغلې ځي خو اقبال ویده ویده دی

‌‌ذ اهد دبت رڼو سترګو ته ناست په عبادت دی

راغــــلي راهـــبــان دي دابـــــلال ویده ویده دی

ماښـــــام دبد رنګیو دسهار په وینو موړ شــــو

دپیغــــلو ښاپیریو سپین جمال ویده ویده دی

ډولۍ دنرګس ډوبه شوه  دنیل په سمندر کې

بازار شو د پوډرو شینکی خال ویده ویده دی

ښکلا درنګینیــــو دشــــاعــــر قلـــــم تــــه ژاړي

دحسن جنازه وړي « سنګروال » ویده ویده دی

۱۳ / ۱۲ / ۹۷ ټسکلا

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شهسوارسنګروال

اسمـــــان په کاڼـــــو ولي او هلال ویده ویده دی

عــــذاب ورته څــــه نه وایي اوبال ویده ویده دی

څو ښکلې ملایکې دکیږدۍ حرم کـــې ناستــــې

له مخ نه یې شغلې ځي خو اقبال ویده ویده دی

‌‌ذ اهد دبت رڼو سترګو ته ناست په عبادت دی

راغــــلي راهـــبــان دي دابـــــلال ویده ویده دی

ماښـــــام دبد رنګیو دسهار په وینو موړ شــــو

دپیغــــلو ښاپیریو سپین جمال ویده ویده دی

ډولۍ دنرګس ډوبه شوه  دنیل په سمندر کې

بازار شو د پوډرو شینکی خال ویده ویده دی

ښکلا درنګینیــــو دشــــاعــــر قلـــــم تــــه ژاړي

دحسن جنازه وړي « سنګروال » ویده ویده دی

۱۳ / ۱۲ / ۹۷ ټسکلا

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شهسوارسنګروال

دابیا کوم لیونی دی چې سپوږمۍ سره غږیږي

ګیـــلو سره غږیږي او سلګۍ ســـــره غـــــــږیــــږی

پرون یې کــــــډه لاړه لیلا شـــاشـــاتــــه کتـــــلــــې

مجنون په نښو ګرځي له کیږدۍ سره غــــږیـــــږي

بڼو ته یې داوښکو څو تحفې جرګه جرګه کــــړې

لیمه ورنه خپـــه دي له تنکۍ ســـــره غـــږیـــــږي

دګل دعبــــادت ژبه ګونګۍ شـــوه تــــرانـــو تـــه

بلبل په وینو سُور شو له کــــوکـــۍ  سره غــــږیږي

دخــــــزر  ربـــــــه  راولــــه  هـــــغــــه یــــو څــو شیبې

ماشـــومه پیغله شوې اوس ځوانۍ سره غږیږي

دورځــــې خـــــو اغیـــــار پـــرې بندیزونه لګولي

دمیمــــې شپې له ستورو  او شپیلۍ سره غږیږي

لــــه تیــــرو خــــاطــــرو نه سنـــــګرواله  راته وایه

جــانــان خـــو اوس  له کبره له مستۍ سره غږیږي

وطنهبشپړ شعر ولولئ

وطنه

شهسوارسنګروال

عزت دې لوټ شو په نامه دې خاورې پریوتلــــــې

دننګ په کور دننګ په وره دې خاورې پریوتلــــې

دتُورې څلۍ دې راپریووت داغیار پښــــو کـــــــې

چې دشملې په هریو وله دې خاورې پــریـــــوتــــلې

له مونږ لار ورکو دجانان پو ښتنه ولــــې کـــــــــوې

دبې وطن لالي په پله دې خاورې پــریــــوتـــــلـــــې

پتنګه ستا په مړو ایرو کې ستي شــــوې میـــــنــــه

ډیوه چې مړه شوه نو په زړه دې خاورې پریوتــلــــې

چې دمیړانې تود مورچل دې په سرو وینو پــــالــــه

په هغه برج هغه کاله دې خـــاورې پــــریـــــوتــــلـــــې

شکر چې پټ ګرځي له خلکو هــــغه ورک لیـــونـــــي

که ته یې لوټ کړې خوپه غله دې خــــاورې پریوتلې

ګرانه وطنه مبارک دې شه چــــې مخ یې تــــور شـــــو

چې دخیرن اغیار په خـــــوله دې خاورې پریوتلـــــې

لندن ۲۰۰۰ / ۱۱ / ۳۱

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شهسوارسنګروال

جانان مې خواکې ورته بياهم انتظارکوومه
له زړونوغورځمه دزړونوکاروبارکوومه
 
چې کوم څوک راشي ځان ناګاره کړم اسمان ته ګورم
هرچا ته وايم ښکلی ژوند مې دی روزګا رکوومه

ما شوما ن نارې کړي بابا نوې کيسه را وړې 
دزروګټ غوند ې کيسه دلوې ښا ما رکوومه

دمرګ شېبې دي اود ژوند شېبې له مرګه سختې 
زړه وېروومه ا وکيسې ورته د دا رکوومه
 
څوک چې د لوبو وسيله شي مينه لوبه ګڼي
خبرې سل دي دا يوه خبر ديا رکوومه

په ما د هيلود روا زې يوه يوه بند و وي 
لکه لأ رورکی مسا پريم ،خپله لار کوومه
 
زړه کې مې لپې لپې مينه وه يا را ن د کلي
اوس يمه لرې په پرد ي وطن کې کا رکوومه
 
هلته مې قد روه اونا زمې سنګروا له ا شنا
چا چې جلا کړمه اوس هغوته ا زا رکوومه
 
21/9/1397
لندن
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شهسوارسنګروال

ستا زړګی لکه دګل غوند ې تنکی د ی
سنګروال خو بيا ملنګ غوند ې سړی دی

دومره نا زبه مې په وسه پوره نه وي
زړه بېوا که دی او ما ت غوند ې کود ی دی

دخزان اود توپا ن مينځ کې را شين د ی 
ته به وا يې د غريب سړي زړګی د ی

چې کوم غږد محبت را با ندې وشي
معجزه شي ،وا يم نه چې پسرلی د ی

دترخوخبروخيا ل ته د ې لږ پا م و ي 
د شا عرزړه خو پېروي نه نری د ی
 
ستا غوسه لکه په بڼ چې خزا ن را شي
لږ ا حتيا ط کوه د ا زړه مې سپېلنی دی

د ا غما زخوما پخوا وه پېژند لی 
په څلورمذ هبه ګورې لېونی د ی
 
چې ګلاب ګلاب لېمه په ا وښکووينځي
مړا وی ګل شي په لاس نه را ځي پردی دی

وچکا لي نه دې خد اې سا تي سنګرواله
د جا نا ن خا طرله مخې ګلا لی د ی

2/10/1397
لندن