د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي شهسوارسنګروال شعرونه

غزل

پیــــــښـــــو دحـــــــالاتـــــو مې اختر وخوړ

غـــــم دبیلتــــــانــــــه مې خوږ ځیګر وخوړ

دا خبــــــر رښتــــــیا شــــــوه دلته مینه مري

ځـــــکه زمــــــونـــــــږ میـــنې دلته سر وخوړ

هغه چنګ اوربل چـــــې جـــــل وهلـــــی دی

درد دمنـــــګو ټــــیــــــو یـــــې ګــــــودر وخوړ

ښــــکلو نه نــــازونه چــــا غـــــلا کـــــړي دي

ځـــــکه چـــــې دمینـــــې زړه خنـــجر وخــــــوړ

ګل دپســـــرلـــــــي چــــــې ژمــــي ومـــــــــروړه

وریځــــو پــــه رڼـــــــا ورځـــــې لمــــر وخـــــوړ

شمې ځوانیمرګې شـــــوې پــــــه دار شــــولې

شپې ورنه دنر غــــوندې سهــــــــار وخــــــــوړ

کله چــــــې غمـــــاز شیـــــــــخ ته ورغــــاړه ســــو

هم یې تــــــرې کعبـــــه هم یې ساغــــر وخــــــوړ

داڅنګه حالات دي چې ننګونــــه خـــــوري

هم یې ستر شمشاد هــــم یې خیبــــر وخوړ

هــــم دمیــــړنیــــو میندې بـــــورې شـــــوې

هلتــــه یې خوشحال دلته یې اکبــــــر وخوړ

څنـــــګه دې کمــــڅو کې ګلان نه ټومبې

نـــــه چـــــې دې حــــــالاتـــو ستا اثر وخوړ

چـــــادرتــــــه لونـــــګ وینــــــو کې وکرل

هــــم یـــــې درنــــه بــــڼ هم یې کوثر وخوړ

هلتـــــه چـــــې دځــــوان  شمله ول ول شوله

تانه یـــــې دتــــورو زلفــــــو غـــــر وخــــوړ

مونږ که خوري حالات هم مونږ خوړلي دي

مونږ هم سکندرغوندې لـــوی ســـر وخـــوړ

داچــې مـــې اتــــل دغـــــلو پـــــه لاره ځـــــي

ګوره چــــې اغیارو تــــــرې سنــــګر وخـــــوړ

د شاعر نور شعرونه ←