د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي شهسوارسنګروال شعرونه

غزل

یو ورځ به ګورې چې دا پاس اسمان لوګــــی لوګـــــــی شي

داستا ښکلاته دهرچـــا ایمــــان لوګـــــی لوګـــــی شـــــي

دشیـــــخ توبو باندې کاواکــــــه ایمـــــان نــــه ټینـــــګیږي

چې ځوانې مینې ته زاړه صو فیان لوګـــــی لوګــــی شــي

توبې نسکورې شي چې جام په لپو ډک کــــړي جــــانــــان

قسمت بدل ، زړګی لمبــــه او ځان لوګـــی لوګـــــی شــــي

څنګه وادې دي چې ماتیږي ایمـــان سر پـــــکې خــــوري

شمه بلیږي پتنـــــــګان خواران لوګــــــی لوګـــــی شـــــي

غماز دروغجن دی چې دځان لاپې پــــه ســــــر ماتــــوي

خپله چړ چې کړي چې دبل ایمان لوګی لوګــــــی شـــــي

غم دهجران ، غم دوطن  غــــم مـــې دښکلــــي جــــانـــان

دومره غمو کښې به داستا جانان لوګــــی لوګـــی شــــي

سپوږمۍ او ستوري سپین لمر چې ورته سر ښکته کړي

دخدای لوی حسن ته به سپین قرآن لوګـــی لوګــی شــــي

چې په باغچو کښې « سنګرواله » بلبل نـــه چـــــغیـــــږي

قلم ایره شي او دشعر دیـــوان لوګـــــــی لوګـــــــی شـــــي

د شاعر نور شعرونه ←