د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي شهسوارسنګروال شعرونه

 غزل

څه نیشه لیونۍ شپه ده چې نیشې په کښې ما تیږي

ستا دسپینې خولې ذکات چې توبې په کښې ماتیږي

دتــــوبو لیـــــونـــي ګـــوره نــــن یې سل توبې ایستلي

دهمــــدې تو بــــو له پاسه پیمانې په کښې ماتیــږي

داد هــــرې تـــــوبې شاتـــــــه د ذاهــد د ریا شمـــیر دی

هــــره شپـــه د تنکۍ حورو خزانې په کښې ماتیــــــږي

دګـــریوان تړانګې شمیره دشیخانو په غوبل کـــښــــې

دچا لاس دچا تندی دی هم پښــــې په کښې ماتیــږي

غلام ستړی له توبو شو اوس یې بل ګناهګار وموند

څــــه دکفـــــر فیصـلې دي چې قبلې په کښې ماتیږي

دحیــــا بي بي  سرتوره حورې کونډې شوې حرم کښې

پـــــه اغیار داختر شپه ده چې روژې په کښې ماتیږي

شکــــر مینــــه بوره نــــه شوه  بیا به بل پسرلی راشي

داوطن دلیونودی سرې غرمـــــې په کښې ماتیـــــږي

دا شـــــډلې پېـــــړې پېــــــړې  دپښتون دپښــــو تلــــــې

داغــــزو وســــه پـــــرې نه شي  زولنې په کښې ماتیږي

لیونو لاسونه اوږد کــــړل فلـک نیسي له ګریــــوانـــــــه

نن که ورځ په کښې ماتیږي سبا شپې په کښې ما تیږي

دشیخانـو په لاســــــــو کې غــــاړکۍ دي سنــــــګروالــــه

سپینې سپینې مرغلرې که تسبې پـــــه کښـــــې ماتیــــږي

۲۶  /   ۹  /   ۱۹۹۹ لندن

د شاعر نور شعرونه ←