افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
څو سکروټې
یو څو پیغلو یو څو اوښکې
دښایسته سترګو ډالۍ یې
دنازک زړګي له تله
له سکروټو جوړې اوښکې
په پلو کې وې راوړې
یو ترخه شانتې موسکا یې
په لمبه لمبه لیمو کې
پټیدله، ژړیدله
دځوانۍ مسته نیشه یې
غملړلې وه په اوښکو
دښکلا دغرور څلې
په سپیرو خاورو ایرو کښې
راپریوتې وو په ځمکه
او دانه وانه څو څانګې
دګلڅانګو یو څو څاڅکي
یو څو سپینې مرغلرې
په پلو کښې وې راوړې
دګریوان یو څو تړانګې
په لاسو کې وې نیولې
دګیلو یوه بو خڅه یې
زړه کې پټه وه ساتلې
چې نږدې شوه ، شوه په منډه
دښایسته پیغلو سر میره
ډک پلو یې له سکروټو
چې زخمي زخمي سینې ته
ټینګ نیولې وو په لپو
په یو څلي یې چپه کړ
دشهید لالي په قبر
۳۰ / ۸ / ۲۰۰۰ لندن