د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

شهسوارسنګروال

د شهسوارسنګروال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

شهسوارسنګروال په ١٩٥١م کال دلغمان په ښکلی او شاعرانه سيمی دسنګر په کلی کښې زيږيدلی دی٠ لومړنۍ زده کړې يې دسنګره په ښوونځی او بيا ١٩٦٩ کال د روښان ليسې څخه فارغ شو٠ عالی تحصيلات يې دادبياتو او بشری علومو په څانګو کښې بشپړ کړل لومړی يې دتاريخ څانګه او بيا يې د
ادبياتو پوهنځی ولوست٠سنګروال نيازی دښوونې او روزنې ، راديوتيلويزون( T.V)، اطلاعات او کلتور، ودانولو چارو ، دلوړو او مسلکې زده کړو په
وزارتونو کښې رسمی دنده اجرا کړی ده. په ١٩٩٢ کال پيښور ته راغی لومړی يې داحمدشاه بابا په نوم ليسه جوړکړه او بيا يې په ١٩٩٣ کال داحمدشاه ابدالی پوهنتون تاسيس کړ او د پوهنتون درياست چارې په غاړه شوې٠ په لندن کې دافغان ادبي جرګې تاسيس او مشري، د 'شمله' فرهنګي مهالنی تاسيس او مشري چاپې اثار يې دادی : شمله،هوسۍ او کيږدۍ،دشبنم ښيښه، دنکريزو پانه،دډرامې تاريخ او فن،مساپر،  دسپين غر لپاسه څانګه
، دپښتوادبياتومعاصرتاريخ  ، دتاريخ په تله کې او دتاريخي جغرافيې څرنګوالی.

 

ګـــــل اوســـــــې وطنـــــــه چنــــــــــــارونـه دې شمله شمله

څانګې دې غونچې غونچې ګــــــلونـــــــه دې شمله شمله

بیـــــا دې سردرو کــــې د تـــــــاوس بڼــــــکـــــې وځــــــــلو

مسته دې ځـــــوانــــي شــه نــښـــتـــرونـــه دې شمله شمله

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

48 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شهسوارسنګروال

کاڼي دکوڅو یو لیونــــو پــه مـــخـــــه کـــــړي یـــــو

مونږه په خپل کلي کې پردو په مخه کـــــړي یــــــــو

موږ داسرافیل شپېلۍ ته ګورو ځان ته نه ګــــــورو

ګورو چې چې ژوندي  یو خو مرګو په مخه کړي یو

ګورمه ماښام ته لمـــــر خانـــــدي ورتـــــه ژاړمــــه

ځغلو  له ډیوو سره تیارو په مخـــــه کــــړي یــــــو

ګل دپسرلي یم زه رژیـــــږم غوټـــــۍ هـــــم ژاړي

موږ لکه بڼکه تو پانو پــــه مخــــــه کـــــړي یـــــو

سره ډولې دناوې  له بلا سره په وراکــــې ځـــــي

بس خپلې دربا خپلو ګردو په مخه کــــړي یــــو

موږ دسهار غیږه لټوو خو تیـــاره نـــــه وژنــــــو

موږ دشغال شاه زړو کیسو په مخـــــه کړي یـــــو

وینو ښاپیرۍ خوله جوګي نه یې خلاصوی نه شو

ځکه سنګرواله خپلو غــلو په مخـــــه کــــــړي یو. 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شهسوارسنګروال

په زړه کې مې لوی فال دلوی اختر نیولی دی

باغوان  نه مې  دګلو یـــــو سهار نیولــــی دی

 

دګلو څو ګیدۍ او څو غوټۍ  دپیغلو شونډو

دســـرو ګلو ګیډې ته مې څادر نیولـــــی دی

 

دمینــــې سردارانو کې مې وشمــیره رقیبه !

دتا هر یو ګذار ته چې مــې سر نیولــــی دی

 

زموږ له کلي ولـــــې مروره شولـــې مِیـــرې

جـــانانه ستــــا راتلو ته مې ګودر نیولی دی

 

تڼۍ  به لــــــه لونګو جوړوم درته په ګــــوتو

په پټـه مې له چانه یــــو هنر نیــــولــــی دی

 

بې باکه قـــلندر یم  سنــــګروال  د دیـــدنونو

رنګینو تماشو ته مې محشـــــر نیولــی دی.

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شهسوارسنګروال

دګلو رنګین بــــاغ مـــــې لوی نا تار خوړلـــــی دی

داتــــــــکو تــــورو شپو رانه  سهــــار خوړلــــی دی

دچـــا پـــــه مزار وځړوم  ســــورۍ شمله پـــــه وینو

منصـــــو دزمانې  رانه اغیـــــــار خــــــوړلـــــی دی

باور  په پټو سترګو کړي ړندې دجانان ستــــرګې

نښتــــر دهسکو غرونو ترې ملیـــار خوړلـــــی دی

داځکه دحیا پلــــــو کې ساه ورکـــــړله اوښــــــکو

دتــــــورو زلفــــــو فصل ترې ریبــــار خوړلـــی دی

چې سوځي دیو بل مخ کې  ښخیږي په څنګ نه ځي

زمونږه پتنګانــــــو  سور انـــــګار خــــوړلـــــــی دی

ساقـــــي له تنــــدې ساه ورکړه ، ذاهده میکده کې

ناخوالو ، وچو شونډو هم خــمار خـــــوړلــــی دی

زړګی مې سنګرواله دجانان په مخ کــې کیښــــود

چې ستا دتورو زلفـــو  تور ښامــــار خوړلـــی دی.

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شهسوارسنګروال

ستا په  تومت باندې رنګ شوي په سوونــــوکالـــــي

سر په سر اغونــــدمــــه زه دتـــــــومتـــــونــــو کالـــــي

 

په اغوستلو یې سوزیږم خــو ایستلــــــی نـــــه شـــــم

دجانان مینـــې را اغوستـــــــي داورونـــــو کالـــــــي

 

په تن یې ځکه ګرځوم  چې بې عـــزتــــــه نــــــه شــــــم

اغیار په ما بانـدې تپلـــــي دي  دویـــــنــــو کالـــــي

 

شهیده زرکه دښــکاري پــــه مـــخ کــــې وشټیــــده

لکه ګلاب نه چې څوک لوټ کړي درنګونو کالي

 

چې کوم لار ورکی مسـا پر ځي پــه میــــیـــنه لاره

بیا ور په تن شي توره شپه کــې دځنګلونو کالـي

 

څنګه به رسې سنـــګرواله داشـــنـا کلــــي تـــــــه؟

چې غما زان ورته ورښیي دمرګــونـــــو کالـــــــي

ککبشپړ شعر ولولئ

کک

شهسوارسنګروال

زه یو لار ورکی پردیس

پخپلو تیرو جلوهلو

او زړو خاطرو

دسارايي مرغه په څیر

اوتر اوتر ګرځیدم

چې کوم ښکاري مې دوزر بڼکې توی نه کړي

*  *  *

هرڅه پردي وو

زه پردی وم اوچا نه پیژندم

دېرې سپېرې وې

اوجرې ړنګې، منګې دړې وړې

اودګودر پیغلې خپه  خپه وې

چې دهمزولو په قبرو .....

باندې یې سپین کاڼي قطار قطار وو

     *    *     *

هلته لږ وړاندې یو ټولګۍ دخلکو

زما په سترګو شو نږدې شوم ورته

که ګورم هرڅه پلورل کیږي ......

ټول په نیمه بیه

بیا مې  له سترګو نه داوښکو چینې

په لپو لپو بهیدلې ځکه

دشمله ورې برجورې کلا پَټ مې په مارکیټ کې ولبد .

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شهسوارسنګروال

منصور دزمانې شوم نن مې دار لیدلــــــی دی

جانانه ستا په خواکې مې اغیار لیـــــدلی دی

ته ځه په خپله لاره محتسبه زه پردیـــــس یـــم

دمینې ځوان مجنون مې پدې لار لیدلی دی

ساقي چې زموږ  پیر دی میکده لکه کعبه چې

دخم ښکلي زمزم کې چا خمار لېدلـــــــــی دی

شیخانو په تندي مې شۍ لیکلی  چې کاپریې

لوی   بت مې په کعبه کې په څو وار لیــــــدلی دی

جمال دې لکه اوښکه ښکلی نور دی  په غوټۍ کې

منبر کې مــــــــې جانانه ستا منار لیدلـــــــــی دی

تسبـــې په توبو مه ستړې کوه ذاهــــده خواشـــــــې

ستـــا ځــــــای مې سنګروال سره انګار لیدلی دی

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شهسوارسنګروال

 خسرو سنګروال چې بندي وو هغه مهال مې داشعر لیکلی وو :

دګلــو څــانګې راتــــه وایـــــه خــــــزان څنــــــګه تیـــــــرشـــــــو

ســـــاړه ســــــاړه ، ګلــــــۍ ګلـــــۍ او بـــــاران څنـــــګه تیر شو

دژمي وریـــځـــې دســـــاړه نــــغـــــري تـــــور مــــــاښـــــامـــــی

دغـــــم لــــــه کلــــــي نـــــه رالـــــوتـــــی تـــــوپـان څنګه تیرشو

دغمــــــاز سپـــــــــو لاره نـــــیـــــولــــــې وه کابـــــــو وودرتــــــه

دخپـــه هیلـــــو ستــــړی ستـــــړی کاروان څنــــــګه تیــرشــــــو

بې وزلو ســـتــــرګــــــو بـــــې وســــــي  درتــــه بـــــڼــو ته راوړه

پیغام دې راغی زه رانغــلم زنـــــدان څـــــنــــــګه تـــیــــر شـــــو

له لیمو وپوښتـــــه چـــــې اوښکـــــې پـــــرې ویدې ویدې وې

زړګي ته ووایه چـــــې څنــــــګه هجــــــران څنـــــګه تـــیرشـــــو

«پښتون غیرته ! » لمبه نـــه شــــــــوې تـــــاکــــتلــــې ورتـــــه

زمــــــا نـــــازولـــــــی لاس تـــــړلـــــی  جـــانان څنګه تیر شــــو

مـــادقــــلم پـــــه اوښـــــکو ولیــــــکه نــــیمـــــګــــــړی غـــــــزل

خدای خو خبر دی چې په مونــــږه زمـــان څنـــــګه تیـــــر شــــو

دسنــــــګـــــــــروال دامیــــــــدونـــــــو غــــــوټــــۍ ته ئــې اشنا

په مــــــا دتــــورو مــــاښـــــامونو جـهان څنـــګه تـــېـــــر شـــــو

۱۱ / ۸  / ۹۸  ټکسل

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شهسوارسنګروال

څه شــوه دیره ، هغه اوجره، هغه ګودر دجــــانـــــان

لمبه لمبه رنګین صـــورت هرمازیګر دجـــــانـــــان

سپينې روپۍ په سینه نه ښکاري او شرنګ دپاولو

دپیغلو لیکې دپیمخو لوی لښـــکر دجــــــانـــــان

له وړانګو جوړه تنسته خوره وره پــه غـــــرونـــــو

لکه له سرو زرو چې جوړ وي هروزر دجــــانـــــان

هغه لیمه چې دګیلو په اوښکو مخ پرې مینځي

دماښام  غیږه کې سلګۍ وهي سهر دجـــــــانــــان

دسباوون کډه چـــــــې بار شوله دشپې پـــــه اوږو

سپوږمۍ ویده ، ستوري خپه، اوهم لمر دجانان

سترګو کې ماتې سپینې سپینې مرغلرې اوښکې

پـــــــه کاڼـــــــو ولې ؟ بې اثره شــــو اثــــــر دجانان

دجانان اوښکو دزمزم اوښکو تــــه روح بښــــــلی

دبریښنا څـــــــانګو کې  ځلیږي سپین بشر دجانان

ما دفردوس له کوڅې یوسۍ دجانان کوڅې تـــــــه

چې په هغه کلي کې وګورم اخــــتـــــــــر دجــــانــــان

  تاپه نکریزو لپو جام کې  شراب څکلي کـــــه نـــــه ؟  

هغه نیشه هغه مستي هغـــــــه کوثــــــر دجــــــانـــــان

دزلفو غرونه  دجــانان  پــــــه اوږو چـــــالیـــــــدلــــــي

ما پــــه همــــدې سترګو لیـــــدلی دی محشر دجانان

هیـــــر بــــه مـــې نه شـــــي سنګرواله تر قیامته پورې

چې په سرو لپو به منګۍ شو پاس  په سر دجانان

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شهسوارسنګروال

اوس راته نه ګوري د ځان په ستـــــرګو

جانان جانان وم د جانان په ستــــــرګــو

دمینې نوم وم د لالي پــــه شــــونـــــډو

خاورې شه پورې د هجران پـــه سترګو

شپــــې تیــــروو د هـــدیــــرو وطـن کې

لـــږ راتــه ګــوره د انسان په ستــــرګـــو

ګوره ! دامیـــنه خـــو هـــر چـــا کـــولـــه

لمبې  شـــوې بـــلې د افـغان په سترګو

پـــسرلــی چــا لـه نیمې لارې ستون کړ

خـــــزان خــزان شوم د توپان په سترګو

دقافـــلو ســــالار پـــه سترګو ړوند دی

تندر راپریوت د ایـــمان په ستـــرګـــــو

غاټولې زلفې جــــل وهـــلې پیغلـــــې؟

اغزي شنـــه شــــوي د دامان په سترګو

خــــود دزمـــزم چیــــنې لـــه زهرو ډکې

ټکۍ نـــور نـــه شتـه د باران په سترګو

جــــانــــان مــې ولید د هجران کلي کې

اورمــې شو پورې د ګریوان په سترګو

ماسنګروال ته ښکلي نه ګوري اوس

بڼ مې رژیږي د خزان په سترګو

۱۵،۱۱،۲۰۰۰ لندن

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شهسوارسنګروال

دا چې موږ ه نـــه څـــــاري نـــو شــــل به وي

یاد بیلتانه جــــــــــوړکـــــړی چــــل بــــه وي

ګل دې چــــې رپــیــــږي د نسیـــم پـــه غـږ؟

نه چې د تنکۍ پیغلې اوربـــــــل بـــــــه وي

چا ویل د وریښمینیو زلفو غـــرونــه دي؟

ماویــــل چې د پیغلو څڼـــــــو ول بـــــه وي

بیـــــــا دې جــــل وهــــلي پیـکي جړ اوربل

دا دې ځـــونیمــرګ لالــــي اجـــل بـــــه وي

ماویلــــــــې اغیــــــار دی داغــــوي زړونــه

چاویلې د سپینې خولکۍ غـــــــل بـــه وي

پام چې د غماز په خولې غـــلط نـــه شــــې

دا خو د پـــښتـو ژبـــــــې متـــــــل بــــــه وي

څـــو چــــې دا اغیـــار لـــه ملــکه بند نشې

دا اورونـــــه وګـــــوره چـــــــې بــــل بــه وي

غل دی سنګرواله خــــوبـې څـــــه نـــــه دی

وایــــي د سبــــــا ورځــــې اتـــــــل بـــــه وي

۱۵،۱۲،۲۰۰۰ لندن