افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
کاڼي دکوڅو یو لیونــــو پــه مـــخـــــه کـــــړي یـــــو
مونږه په خپل کلي کې پردو په مخه کـــــړي یــــــــو
موږ داسرافیل شپېلۍ ته ګورو ځان ته نه ګــــــورو
ګورو چې چې ژوندي یو خو مرګو په مخه کړي یو
ګورمه ماښام ته لمـــــر خانـــــدي ورتـــــه ژاړمــــه
ځغلو له ډیوو سره تیارو په مخـــــه کــــړي یــــــو
ګل دپسرلي یم زه رژیـــــږم غوټـــــۍ هـــــم ژاړي
موږ لکه بڼکه تو پانو پــــه مخــــــه کـــــړي یـــــو
سره ډولې دناوې له بلا سره په وراکــــې ځـــــي
بس خپلې دربا خپلو ګردو په مخه کــــړي یــــو
موږ دسهار غیږه لټوو خو تیـــاره نـــــه وژنــــــو
موږ دشغال شاه زړو کیسو په مخـــــه کړي یـــــو
وینو ښاپیرۍ خوله جوګي نه یې خلاصوی نه شو
ځکه سنګرواله خپلو غــلو په مخـــــه کــــــړي یو.