افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
په زړه کې مې لوی فال دلوی اختر نیولی دی
باغوان نه مې دګلو یـــــو سهار نیولــــی دی
دګلو څو ګیدۍ او څو غوټۍ دپیغلو شونډو
دســـرو ګلو ګیډې ته مې څادر نیولـــــی دی
دمینــــې سردارانو کې مې وشمــیره رقیبه !
دتا هر یو ګذار ته چې مــې سر نیولــــی دی
زموږ له کلي ولـــــې مروره شولـــې مِیـــرې
جـــانانه ستــــا راتلو ته مې ګودر نیولی دی
تڼۍ به لــــــه لونګو جوړوم درته په ګــــوتو
په پټـه مې له چانه یــــو هنر نیــــولــــی دی
بې باکه قـــلندر یم سنــــګروال د دیـــدنونو
رنګینو تماشو ته مې محشـــــر نیولــی دی.