افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
دګلو رنګین بــــاغ مـــــې لوی نا تار خوړلـــــی دی
داتــــــــکو تــــورو شپو رانه سهــــار خوړلــــی دی
دچـــا پـــــه مزار وځړوم ســــورۍ شمله پـــــه وینو
منصـــــو دزمانې رانه اغیـــــــار خــــــوړلـــــی دی
باور په پټو سترګو کړي ړندې دجانان ستــــرګې
نښتــــر دهسکو غرونو ترې ملیـــار خوړلـــــی دی
داځکه دحیا پلــــــو کې ساه ورکـــــړله اوښــــــکو
دتــــــورو زلفــــــو فصل ترې ریبــــار خوړلـــی دی
چې سوځي دیو بل مخ کې ښخیږي په څنګ نه ځي
زمونږه پتنګانــــــو سور انـــــګار خــــوړلـــــــی دی
ساقـــــي له تنــــدې ساه ورکړه ، ذاهده میکده کې
ناخوالو ، وچو شونډو هم خــمار خـــــوړلــــی دی
زړګی مې سنګرواله دجانان په مخ کــې کیښــــود
چې ستا دتورو زلفـــو تور ښامــــار خوړلـــی دی.