د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي شهسوارسنګروال شعرونه

کک

زه یو لار ورکی پردیس

پخپلو تیرو جلوهلو

او زړو خاطرو

دسارايي مرغه په څیر

اوتر اوتر ګرځیدم

چې کوم ښکاري مې دوزر بڼکې توی نه کړي

*  *  *

هرڅه پردي وو

زه پردی وم اوچا نه پیژندم

دېرې سپېرې وې

اوجرې ړنګې، منګې دړې وړې

اودګودر پیغلې خپه  خپه وې

چې دهمزولو په قبرو .....

باندې یې سپین کاڼي قطار قطار وو

     *    *     *

هلته لږ وړاندې یو ټولګۍ دخلکو

زما په سترګو شو نږدې شوم ورته

که ګورم هرڅه پلورل کیږي ......

ټول په نیمه بیه

بیا مې  له سترګو نه داوښکو چینې

په لپو لپو بهیدلې ځکه

دشمله ورې برجورې کلا پَټ مې په مارکیټ کې ولبد .

د شاعر نور شعرونه ←