افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
منصور دزمانې شوم نن مې دار لیدلــــــی دی
جانانه ستا په خواکې مې اغیار لیـــــدلی دی
ته ځه په خپله لاره محتسبه زه پردیـــــس یـــم
دمینې ځوان مجنون مې پدې لار لیدلی دی
ساقي چې زموږ پیر دی میکده لکه کعبه چې
دخم ښکلي زمزم کې چا خمار لېدلـــــــــی دی
شیخانو په تندي مې شۍ لیکلی چې کاپریې
لوی بت مې په کعبه کې په څو وار لیــــــدلی دی
جمال دې لکه اوښکه ښکلی نور دی په غوټۍ کې
منبر کې مــــــــې جانانه ستا منار لیدلـــــــــی دی
تسبـــې په توبو مه ستړې کوه ذاهــــده خواشـــــــې
ستـــا ځــــــای مې سنګروال سره انګار لیدلی دی