د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ګل منشا ودیر

د ګل منشا ودیر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

ا شــــنـــــا چـــــي کــــــډه بـــــاروو په کومه لاره به ځو

د خـــــړ خـــیــــبـــــر پـــــه سر که خیژو سمدواره به ځو

دلـــتــــه هــــغـــــه ټــــپـــــه پــښــتون له سره نه تیروي

مـــــونــــږ تـــــري ټــــپــو ګلونه ځو تر قندهاره به ځو

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

30 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ګل منشا ودیر

ارزوګانې مــــــــې سلــګۍ ونيسې لار کـــــــي
خپل فرﻫﻧګ سره چي جنګ ووينم ښار کــــــي
ﻫﺮاسمان   سره  د سپيـــنو تورو خرپ کــــــي
مخکي  دروممه  دﻫﺮچانــــه پــــه وار کـــــــي
د ضمير جنازه بـــــــــار د کــــــلي ويـــــنـــــــــــم
څه    بــه   ووايم  ددي کاروان   سالار    کـــي
ﻫيڅ    تميز دمرد  نامرد   به  پاته   نه    شــي
چي قاتل ته مرد خطاب وشي په شمار کـــي
لږ   د  ميم   تورې  مي  بد  ايسي  زاﻫــــــــده
د  پرون    ميخونو   لو کړي ګلزار    کــــــــي
ﻫﺮ مالياردګلستان پرې اوښکي توې کــړي
د  ملالو   ژبه سوزې سره انګـار کــــــــــــــــي
د جانان  په زړه څلوراندامـــــــه پـــــروت يم
لا   ﻣﺣروم  يم د پښتو د  لوست په  کار کي
شاعران   يـــــــې د  ليکلو عــــاجــــز نـــه دي
د ملی سرود نـــــــغمې پټــــــې دي غــــارکي
تورو شپو مې د  ژوندون اسمان برګ کړې
راوريږي تړ مې اوښکي مي پــهﻫارکــــــــــي
خودبه وخت په  منصورې  ميــنه منــکروي
څو دظــلم رســـۍونـــشلــــوۍ دارکـــــــــــــي
په قرار قراردشـــــونـــــډو ګلاب ســپـــــــــړه
بلبلان به کډې راوړې نو بــــــهــــــــــارکــــي
دودير سوړ اسويلی ورته لوګې کـــــــــــــړې
غرغرې که شې  په خونه داغيــــــــار کــــــي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ګل منشا ودیر

په سرو غونچو سوې زړګيه را پـــــيښه وکړه
لږ مو په ژوندښايسته سپرليه راپـــيښه وکړه
ﻫغه دجګو غرو ټپي غــــــوږو تــــه نه را رسي
دتوروغرو توره شـــــپونکيه راپـــيــــښـه وکړه
ﭼې غوﻧﭼﻪ وار تری پرﻫارونه لپی لپی وڅکی
په بر ګودر سورکــــي منګيه راپيښـــــــه وکړه
زما دزړه درڼا ستورې تورو شــــپو نـــيــــــولې
په تورو شپو مي سحرګيه راپيـــښــــــه وکــړه
دخيال او فکر قافلي چـــيرته کوز کړې نه وی
زه دي په سر تړم پټـــکيه راپـــــيښــــه وکـــــړه
پــاڼـــي دګلو ﻫـــم رژيــــــږي دګلـــونــــو ځــــيې
سپيره خزان ورک کړه مرګيه راپيښــه وکــــــړه
لږه خاموشه تبصره دليــونــــتـــوب مــــاتـــــوم
په سپينو مټو  سپين بنګړيه راپيښــه وکـــــړه
سره اننګي دپاکي سپينې ميـــني لاری څاري
پـــه بـــل وطـــن پــــرديس لاليه راپيــښه وکړه
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ګل منشا ودیر

کلي مـــــي ويــــــنـــی د  زړه  سره  په  ميرو  څه  کوې
چي په لــيـــمـــوکي دي راشين شم په کوڅو څه کوې
 
ذاﻫده تا  پـــــرون   تـــــوبــــه   وکــــړه دچــــا دويــــری
نن يي په خرپ چي شونډې زبيښي په توبو څه کوې
 
تا  ددورخو   زلفي په   دي  ديوال راپور  ته  نـه کړي
ربابه غيـــږه کي اوده  شــــه په نـــغــــمــو څه کـوې
 
ديموکراسی ده زړه دي مه چوه لږ په لږ ﺣســـاب دي
که دي پخپل نامه راتول شي په ګوندو څــه کـــــوې
 
«وديــر» ته يادﻫغه وختونه  دي  ﻫيـــــريــــږی   کله
پريږده جانانه نن موسکۍ شي په سلګو څـه کوې
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ګل منشا ودیر

اوښکي لاری لاری ځي ســــــــيــــنــــــدونــــو ته

مه  راځه   بارانه ګــــــــــريـــــــــوانـــــــونـــــو تـــه
 ښار خزان  زپــــــلـــــــــــي ربه  مل  مـــــوشـــــي
مخ  يي  نه شي  دشتو سرو ګـــــلـــــونـــــو تــه
سره  لاسونه  سري  چړي د ګــــــل بـــــاســـــی
ښه طبيب راغلی دی  زخــــمونــــــــو تــــــــــه
بيا  تندر نيولې په  اسمان  سپـــــوږمـــــــۍ
وړې  د شرق رڼا  دغرب  قصرونو  تــــــــــــه
پام کوه اغياره   نيست  نابود   به  شــــــــي
بيا که ځولۍ  ونيسو دي غــــرونو تــــــــه
يون کړي استقبال کړي سربازۍ په لــور
ځـــــې ميــــــــړنی قوم چې سنګرونو  ته
وليکه وديـــــــــــــره  پـــه   ژوندون  غزل
څو ک  به دوعا وکړی   بــــيا قبرونو  ته
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ګل منشا ودیر

بلــــيـــږي بـــــيا دظلم اور پـــــــــه سرو لمبو بليږي
کله په کور کله سارا کله په غــــــــــرو بــــــليــــــږي
لار راته   ښايه  د رڼا  اي  درڼا  خـــــــالــــــيـــــقــــــه
زمونږه مړې  ډيوي ﻫر وخت په توبو بليـــــږيخو
ژوبل احساس مې دجانان در ته لوګې لوګې شی
عادت يي خپل شي تل داوښکو په سلګو بليږي
دحماسو په تاريخ ستر ای دمـــــــــــلالـــــي بچې
سر کړه ګريوان ته اور دي خپل په پښتنو بليږي
سوې جونګړې مي لاسيزی ګاونـــــډيــــــه اشنا
کله به دغه اور لمبي ستا په قــــصـــــــرو بليږي
په ما خو بل شوه حرامې چي انګريـــز وزيږاوه
کله نا کله يي اوس اور ستا په کوڅوبـــــليږي
دسرې اور نه دي يو څوبلي لمبې پورته شوي
اويښه دونيا شوه دغه اور به دي تر څو بليږي
لار دخلاصون که دي دځان او دبشر غواړي ته
اوس يي زر وژنه کنه اور دي په ملکو بليږي
واې ودير که نوم يي ورک شي دپيړۍ ناباليغ
نه به څوک سوزي نه به اور په سرو غونچو بليږي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ګل منشا ودیر

سترګــــي دي ډکي پيــــــــمــانــی   تيری شوی
زمـــــونـــــــــــږ  پــــه لورېي راکږی تيری شوی
 
 وخــــتـــــه دچــــــا راتـــــلوتــــــــه لاری څاروو
بلابلاپــــرې زمــــــانـــــــي تــــيــــری شــــوې
 
تـــــوروســـــجـــــــــدې وکــــړلې توروشپوته
سپينې سپين غر په څنګ توبی تيری شوی
 
شمشادنــــسکورخـــيبر سلــــګۍ ونه کړې
چي پـــرې نــيـــمزالــــې پښتنی تيری شوی
 
څنګه زخمې نه شي وديـــر پــــه ګـــوګـــــل
د  قصابـــــانوپـــــرې چـــــړی تـــــيری شوی
29 -07 05
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ګل منشا ودیر

 ما ويل ناری مي تر جــــــــــانان لاړې شې
بيباکه اوښکي په ګريـــــــــوان لاړې شې
ذاﻫده بس  ﻫمدا په پور غـــــــــواړمــــــــه
يو څو سلګۍ چي تر يزدان لاړې شــــــې
رقيبه ستا په کور دي ﻫم بلــــې شـــــــــې
داسي لمبې چي تر اسمـــــــان لاړې شې
دژوبل زړه تصوير به ﻫــــــم وښـــــــــايـم
که پری توبې دمســـــــلــــمان لاړې شې
مينه چي سر بهــــــا ته ورســـــــيـــــــږي
نورې خبری دتـــــــــــاوان لاړې شــــــې
زرګرهســتــــــاﻫــــنـــــر بــــــــــه ﻫله منم
چي سری لمبي يي دپيزوان لاړې شې
نـــــه کړي ساقې ودير له جامه محروم
ټـــــولـــــي نشي به يي دځان لاړې شې
27-7-2005
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ګل منشا ودیر

کامياب به راته وايې کـــه نـــا کـام  چــــيـــرته مړوم

دا ستـــا پــــه مـــحــبت کې که بد نام  چېر ته مړوم

څـــــه تــــوره ورځ شوه تېره ما سلګۍ رارسولــــی

سپوږمۍ سر ته مې کېنه که ماښـــام چـــېرتـه مړوم

را کش مې کړه د پښونه کومې کندې ته مې ېوسه

دېـــدن زمـــــا حــــرام دی کـــــه غـــلام چېر ته مړوم

قســــم د پاکـــی مـــېــنــی مـوپه خوله او ژبه دادی

يـــاد ګــار به می سا تی که دی په نام چېرته مړوم

دا عــشــق دلــېـــونـــودی لــېـونی ګو ټونه غواړې

سا قـی سلګۍ می شماره که په جام چېر ته مړوم

ا شـــنـــــا کــــلـــــه نــــا کـــلـــه د ودېر مزار ته راشه

پـــه هـېلو ځـــوا نميرک که می په قام چېر ته مړوم

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ګل منشا ودیر

دومره دردونه چي په څنګ کي خامخا راکوي

زړه به دمیني په قلنګ کي خامخا راکوي

هسي په مخ دي سره لمبه دانکار وګرځيده

پټه وعده دسترګو جنګ کي خامخا راکوي

يوه وعده موپه ژوندون د شراکت کړي وه

يو څپک ځاي به په پالنګ کي خامخا راکوي

زما د  تورو سترګو رنګ کله په سرو بدل شي

يوه پياله نــيمه په بنګ کي خامخا راکوي

اوس چي د سترګو دساهل توپان ياغي شوردرنه

يو څوغوټي به دي غور ځنګ کي خامخا راکوي

که د وديـر دغزل توري کميدوکي شولو

قودي دزلفو به دي چنګ کي خامخا راکوي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ګل منشا ودیر

چــــا راســتـنـه کــړه چـی خندا می تله درمانه پوری

او ښکو مې لنډه لار پيداکړه تـــر ګـــرېـــوانه پوری

هغه  ټپه  وه ک ه ېو  تـــنـــدر  کــــه   ا ټوم  د  پښتون

چي ملا لـــــې پـــــه  «مــیوند» وکړله جانانه پوری

د لاس بـــنـــګړې دې په ګودر ټوټې  ټوټې پراته وه

مــــــا  ورکــــتـــلـی  تا  لیدلي  دار  مـــانــــــه  پوري

پیغلوخطا کړي لوپټې سطر يې مــــات کړوخلکو

دا  اوســنی  زلمې  رتګ  نه  دي  مـــیــدانه  پوری

د چم ګاونډ خلک تل ویښ ستا د مــسکا له زوره

زمــــونږ د سوي سلګۍ شورنه ځــی دالانه پوری

سپــــر لـۍ به  نه  بدنا مو و غـــو ټۍ تر جل وهلی

پــه ســـوي ډاګ ګلان غوړیــــږي تر بارانه پوري

هـــغه ښامار یې په چړوپـــرون بر غنډ بر غنډ که

زړګــیه نن به سر اوچـــــت وړي تر اسمانه پوري

دزړه قــطــرونــــه یــــې غـــمــي په امیل و خیږول

د «ودیر » خیال یې بدرګه کړو بدخشانه پوري