د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي ګل منشا ودیر شعرونه

غزل

کلي مـــــي ويــــــنـــی د  زړه  سره  په  ميرو  څه  کوې
چي په لــيـــمـــوکي دي راشين شم په کوڅو څه کوې
 
ذاﻫده تا  پـــــرون   تـــــوبــــه   وکــــړه دچــــا دويــــری
نن يي په خرپ چي شونډې زبيښي په توبو څه کوې
 
تا  ددورخو   زلفي په   دي  ديوال راپور  ته  نـه کړي
ربابه غيـــږه کي اوده  شــــه په نـــغــــمــو څه کـوې
 
ديموکراسی ده زړه دي مه چوه لږ په لږ ﺣســـاب دي
که دي پخپل نامه راتول شي په ګوندو څــه کـــــوې
 
«وديــر» ته يادﻫغه وختونه  دي  ﻫيـــــريــــږی   کله
پريږده جانانه نن موسکۍ شي په سلګو څـه کوې
د شاعر نور شعرونه ←