افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
کامياب به راته وايې کـــه نـــا کـام چــــيـــرته مړوم
دا ستـــا پــــه مـــحــبت کې که بد نام چېر ته مړوم
څـــــه تــــوره ورځ شوه تېره ما سلګۍ رارسولــــی
سپوږمۍ سر ته مې کېنه که ماښـــام چـــېرتـه مړوم
را کش مې کړه د پښونه کومې کندې ته مې ېوسه
دېـــدن زمـــــا حــــرام دی کـــــه غـــلام چېر ته مړوم
قســــم د پاکـــی مـــېــنــی مـوپه خوله او ژبه دادی
يـــاد ګــار به می سا تی که دی په نام چېرته مړوم
دا عــشــق دلــېـــونـــودی لــېـونی ګو ټونه غواړې
سا قـی سلګۍ می شماره که په جام چېر ته مړوم
ا شـــنـــــا کــــلـــــه نــــا کـــلـــه د ودېر مزار ته راشه
پـــه هـېلو ځـــوا نميرک که می په قام چېر ته مړوم