افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
په سرو غونچو سوې زړګيه را پـــــيښه وکړه
لږ مو په ژوندښايسته سپرليه راپـــيښه وکړه
ﻫغه دجګو غرو ټپي غــــــوږو تــــه نه را رسي
دتوروغرو توره شـــــپونکيه راپـــيــــښـه وکړه
ﭼې غوﻧﭼﻪ وار تری پرﻫارونه لپی لپی وڅکی
په بر ګودر سورکــــي منګيه راپيښـــــــه وکړه
زما دزړه درڼا ستورې تورو شــــپو نـــيــــــولې
په تورو شپو مي سحرګيه راپيـــښــــــه وکــړه
دخيال او فکر قافلي چـــيرته کوز کړې نه وی
زه دي په سر تړم پټـــکيه راپـــــيښــــه وکـــــړه
پــاڼـــي دګلو ﻫـــم رژيــــــږي دګلـــونــــو ځــــيې
سپيره خزان ورک کړه مرګيه راپيښــه وکــــــړه
لږه خاموشه تبصره دليــونــــتـــوب مــــاتـــــوم
په سپينو مټو سپين بنګړيه راپيښــه وکـــــړه
سره اننګي دپاکي سپينې ميـــني لاری څاري
پـــه بـــل وطـــن پــــرديس لاليه راپيــښه وکړه