افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
دومره دردونه چي په څنګ کي خامخا راکوي
زړه به دمیني په قلنګ کي خامخا راکوي
هسي په مخ دي سره لمبه دانکار وګرځيده
پټه وعده دسترګو جنګ کي خامخا راکوي
يوه وعده موپه ژوندون د شراکت کړي وه
يو څپک ځاي به په پالنګ کي خامخا راکوي
زما د تورو سترګو رنګ کله په سرو بدل شي
يوه پياله نــيمه په بنګ کي خامخا راکوي
اوس چي د سترګو دساهل توپان ياغي شوردرنه
يو څوغوټي به دي غور ځنګ کي خامخا راکوي
که د وديـر دغزل توري کميدوکي شولو
قودي دزلفو به دي چنګ کي خامخا راکوي