افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
اوښکي لاری لاری ځي ســــــــيــــنــــــدونــــو ته
مه راځه بارانه ګــــــــــريـــــــــوانـــــــونـــــو تـــه
ښار خزان زپــــــلـــــــــــي ربه مل مـــــوشـــــي
مخ يي نه شي دشتو سرو ګـــــلـــــونـــــو تــه
سره لاسونه سري چړي د ګــــــل بـــــاســـــی
ښه طبيب راغلی دی زخــــمونــــــــو تــــــــــه
بيا تندر نيولې په اسمان سپـــــوږمـــــــۍ
وړې د شرق رڼا دغرب قصرونو تــــــــــــه
پام کوه اغياره نيست نابود به شــــــــي
بيا که ځولۍ ونيسو دي غــــرونو تــــــــه
يون کړي استقبال کړي سربازۍ په لــور
ځـــــې ميــــــــړنی قوم چې سنګرونو ته
وليکه وديـــــــــــــره پـــه ژوندون غزل
څو ک به دوعا وکړی بــــيا قبرونو ته